جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهچارواکي: پر ارغنداب برید تر ډیورنډ فرضي کرښي هاخوا پلان شوی و؛...

چارواکي: پر ارغنداب برید تر ډیورنډ فرضي کرښي هاخوا پلان شوی و؛ جګړه پای ته رسېدلې

تاند (شنبه د عقرب ۱۷) چارواکي وايي، د کندهار ارغنداب ولسوالۍ له څو ورځو جګړو وروسته په بشپړه توګه د طالبانو له شتون څخه پاکه شوې ده.

د کندهار له مطبوعاتي دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، د والي حیات الله حیات او جنرال یاسین ضیاء په ګډون یو شمېر چارواکو ارغنداب ولسوالۍ ته د امنیتي وضعیت ارزونې په موخه سفر کړی وو.

په خبرپاڼه کې راغلي، چې ګډو ځواکونو د ارغنداب په تابین، خالیشک، کوهک، شاتوري، د ژوندو هدیره، شاهین، ده سبز، چهارقلبه، ناګهان او یو شمېر نورو سیمو هوايي او ځمکني عملیات کړي دي.

د امنيتي چارواکو په وینا، ددغو عملیاتو پر مهال ۳۲۸ تنه طالبان وژل شوي او د کندهار لپاره ددې ډلې د نومول شوي والي په ګډون ۲۸۱ نور ټپيان شوي دي.

دوی زیاتوي، په دې عملیاتو کې د طالبانو ۴ عرادې موټر، تر ۵۰ زیات موټرسایکلونه او لسګونه میله بېلا بېل ډوله وسلې هم له منځه تللي او ۲۵۱ کړۍ ماینونه چي په کلیو او لویو لارو کې یې ځای پر ځای کړي و کشف او شنډ شوي دي.

دغه راز د عملیاتو پر مهال درې امنيتي ځواکونه ټپیان شوي او یو شمېر ملکي وګړو ته هم مرګژوبله اوښتې ده او د ارغنداب په ګډون له میوند، ژړۍ او پنجوايي ولسوالیو شاوخوا ۵ زره کورنۍ بې ځایه شوي دي.

د چارواکو په وینا لا هم په لویو لارو کې د ځای پر ځای شویو ماینونو خطره شته او هڅه کوي چې ژر تر ژره دغه مسئله هم حل کړي.

د نظامي مسؤلینو په خبره، د کندهار پر ارغنداب ولسوالۍ ترهګریز برید تر ډیورنډ فرضي کرښي هاخوا پلان شوی و، چي د جنوبي ولایتونو د طالب جنګیالیو په ګډون پاکستاني طالبان او د جیش محمد او لښکر طیبه غړي هم پکښي شامل وو.

بل خوا د کندهار د والي ویاند احمد بهیر احمدي وايي، چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په پنجوایي، ارغنداب،  میوند او ارغستان ولسوالیو کې د هوايي او ځمکنیو عملیاتو پرمهال ۱۰۳ وسله والو طالبانو وژل شوي او ۴۲ نور ټپیان دي.

طالبانو تر اوسه په دې هکله څه نه دي ویلي.

4 COMMENTS

  1. خیر ویسئ.
    کور مو ودان ، الله پاک مو تل سرفرازه او بریالي لره زمونږ د هیواد ملي اتلانو .. الله مو په هر ډګر کې مل شه .

  2. دا لا کومه نوې خبره ده. دا هر څه چې په افغانستان کې روان دي ټول د دلالو او پلیدو طالبانو او د چټلستان د مشرانو په مستقیم هدایت ترسره کېږي. هر افغان چې وژل کېږي، هر کور، سرک، دولتي ودانۍ او هر بل عام المنفعه ځای چې ورانېږي ټول د همدې حرمونو په امر د پلپدو او ګنده طالبانو په لاس کېږي. انشاءالله ددې حرمونو وخت هم کم پاتې. ټول به يو بل پسې همداسې چې په ارغنداب او هلمند کې هلاک شول، مردارېږي. لعنت دې وي حرمونو.

  3. دا لا کومه نوې خبره ده. دا هر څه چې په افغانستان کې روان دي ټول د دلالو او پلیدو طالبانو او د چټلستان د مشرانو په مستقیم هدایت ترسره کېږي. هر افغان چې وژل کېږي، هر کور، سرک، دولتي ودانۍ او هر بل عام المنفعه ځای چې ورانېږي ټول د همدې حرمونو په امر د پلپدو او ګنده طالبانو په لاس کېږي. انشاءالله ددې حرمونو وخت هم کم پاتې. ټول به يو بل پسې همداسې چې په ارغنداب او هلمند کې هلاک شول، مردارېږي. لعنت دې وي حرمونو.

  4. زما په نظر کچیری پاکستانیو نظامیانو پکی ونډه درلوده او داسی شواهد وجود درلود د ویلو پر ځای باید د هغوی جسدونه او هغه اسناد چی تاسی سره وو باید رسانیو ته ښودلی وو

    کچیری بیا هم تاسی سره داسی اسناد شتون ولری نوبیا ملګری ملتونو امنیت شورا او نړیوالی محکمی ته وړاندی کړی چی هغوی هم پدی اړه غږ پورته کړی او پاکستان دومره ووایی چی څه کوی لاره د ولی غلطه کړی

    که بیا نشی ویلای نو افغان دولت ملګری ملتونه سره پریکون اعلان کړی او له پاکستان او برتانیی خپل سفیران را وغواړی ترڅو چی اوربند نه وی شوی باید بیرته خپل سفیران ونه لیږی

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب