په دی خو پوهیږو چې ژوند ډیر لنډ خو موخې ډېرې زیاتې وي. که چیرې د ژوند د هرې ګړۍ څخه په سمه توګه ګټه پورته نه کړو، مانا دا چې فرصت له لاسه ورکوو او په دې هم باید پوه شو چې وخت د چا په خاطر نه تم کیږي، خپل حرکت ته ادامه ورکوي.
ځینې کسان د فرصت په تمه خپل ژوند له کړاوونو سره مخ کوي، دوی په دې نه پوهیږي چې له فرصت او له موقع څخه پر وخت ګټه پورته کول د ځان بدلولو ته وايي، همغه دی چې تر څو دننه پر خپل ځان کار ونه کړو له بهرنیو فرصتونو په سمه توګه ګټه نه شو پورته کولای.
دا په دې مانا ده چې موږ ته د یوه کار له پاره فرصت راکول کیږي خو موږ يې د ښې اجرا له پاره چمتوالی نه نیسو.
په ژوند کې تل یو شی د بل لامل کیږي. که موږ په ځان کې ښه اخلاق نه وي روزلي تل به د خپل کمزوري کرکتر له مخې کمزورې او غلطي پريکړو کوو. که چیرې همدا نن یو ډیر کوچنی ښه کار تر سره کوو په راتلونکي کې به موږ ستراتیژیکو موخو ته ورسوي.
د لوړ کرکتر کسان تل د اسانه کار پر ځای ښه شیان ټاکي او پاملرنه ورته کوي.
که چیرې غواړو چې د سترو فرصتونو وړتیا په ځان کې پياوړي کړو، لومړی اړینه ده چې د شخصیت او کرکتر په قوي کولو کې زیار وګالو.
د دې کار له پاره اړینه ده چې د خپلو چارو مسووليت په خپله واخلو، ځکه چې مسئولیت د فرصت متناسب دی. ډورانټ به ویل:
«د خوښۍ غم مه کوه، خپله دنده کوه.»
کوم کسان چې له مسئولیت څخه ځان ګوښه کوي تل د ژوند حالت ملامتوي، یا تېرې ستونزې او يا به نور ملامتوي، دوی په دې نه پوهیږي چې مسئولیت اخیستل د سترتوب بیه ده.
دویم باید نظم او دسپلين په ځان کې وروزو. هغه څوک چی نظم او دسپلين نه لري تل په کارونو کې له ټګۍ او برګۍ کار اخلي. که څوک غواړي چې کرکتر او شخصیت يې وده وکړي او په ټولنه کی منلی کس وي اړينه ده چې د وخت پر تيريدلو فکر وکړي او په دې فکر وکړي چې خپل وخت څنګه ښه تیر کړي.
د دې تر څنګ باید په ټول قوت د خپلو موخو د تر سره کولو له پاره کار وشي او هغه موخې په نښه شي چې ډیرې اړينې او مهمی وي. د احساساتو کنټرول هم موخو ته د رسیدو لاره اسانه کوي. که تاسو پر خپلو احساساتو واکمن نه وئ، احساسات به پر تاسو واکمن شي.
بریالي خلک هغه وي چې له نورو سره ښه کار کوي، له فرصتونو په سمه توګه ګټه پورته کوي او نظم او دسپلين ته په منفي نظر نه ګوري.
د خپلو کمزوریو تشخيصول او له منځه وړل يې هم ډیر اړین دي. کوم خلک چې ځان تېرباسي او یا داسي فکر کوي چې دوی ډیر تکړه دي، داسې خلک تل د ماتې سره مخ او د مبارزې له پاره هیڅ چمتو نه وي.
ځینې کسان د خپلې خولې پوروړي وي، په خوله يو څه وايي او په عمل کې بل څه کوي. رښتينولي دا ده چې خبره او عمل يې سره یو وي. پر خپلو تیروتنو اعتراف او بښنه غوښتل د لویانو کار وي، يوازې د کمزوري کرکتر خاوندان خپلې تیروتنې نه مني او کوښښ کوي چې پټې يې وساتي.
غوره کرکتر او شخصیت په پیسو نه اخیستل کیږي او پیسې انسان نه بدلوي بلکې له مخه يې نقاب لیرې کوي.
د خلکو دا خاصه ده چې د نورو پیسو ته سخي او خپلو ته بخيل وي. د پیسو ګټل په حرص نه کیږي بلکې له سړي سوګت جوړوي. زینوس به ویل:
«حریص او بخيل انسان داسي وي لکه وچه دښته. وچه دښته د باران ټول څاڅکي او پرخه د حرص او بخل له مخې څښي، خو نه په کې ميوه دارې ونې شنې کیږي او نه هغه بوټې چې نور خلک ترې ګټه پورته کړي.»
پيسې خطرناک بادار، که سمه ګټه ترې پورته شي ښه خدمتګار وي.
که څوک هڅه وکړي چې پیسې د تل له پاره خپل خدمتګار کړي نو په کار ده چې په ښو لارو پیسې وګټي او تل ریښتینی اوسي. کوم شی چې د ځان له پاره ښه ګني د نورو له پاره يې هم ښه وګڼي.
سخاوت د حرص او بخل ضد دی. مشهوره خبره ده چې وايي، کوم شی چې تر لاسه کوو په هغه ژوند کوو او کوم څه چې نورو ته ورکوو په هغه ژوند جوړوو، ځکه چې سخي او سخاوتمند د نیستمنو پاچا وي.
د پيسو ګټلو له پاره له سمو لارو ډیر او ښه کار کول ښه خبره ده خو په دې شرط چې له کورنۍ څخه مخکې کار ته اهمیت ور نه کړل شي. د امريکا جمهور رئیس مشر جورج بوش د خپل جمهوري ریاست څخه وروسته وویل:
«پخوا مې یو موقف درلود خو اوس درې موقفه لرم او هغه دا چې اوس زه میړه، پلار او نیکه یم.»
له خلکو سره ښه ګذاره او ارزښت ور کول د کرکتر د ودې سره مرسته کوي، ځکه نورو ته ارزښت ورکول ځان ته ارزښت ورکول دي.
پایله
مسئولیت منل، فردي نظم او دسپلين، وخت ته اهمیت ورکول، په ټول قوت کار کول، د موخو او لومړیتوبونو ټاکل، د احساساتو قابو کول، د خپلو کمزورو نقطو په نښه کول او په خپلو کمزوریو اعتراف کول، د تیروتنو پر وخت بخښنه غوښتل، د حرص او بخل ځان ساتل، پر سمو لارو د پیسو ګټل او مصرفول، پور نه کول او سخاوت کول، خپل ځان، خپلې کورنۍ ته له هر څه مخکې اهمیت ورکول او نورو ته ارزښت ورکول د کرکتر او شخصیت له ودې سره تړلي دي.
د جان مکسول د رهبرۍ اخلاق
د میراحمد یاد د ژباړې غورچاڼ