جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهجو بایډن د امریکا په انتخاباتو کې بریالی شو

جو بایډن د امریکا په انتخاباتو کې بریالی شو

تاند(شنبه، د عقرب۱۶) د امریکا نوي منتخب ولسمشر جو بایډن نن سهار په ډیلور ایالت کې په خپل کور کې و چې د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې یې د خپلې بریا خبر واورېد.

دی به نن شپه ملت ته وینا وکړي.

بایډن ملت ته په خپل لومړني پیغام کې ویلي «هغه وخت دی چې امریکا متحده شي.»

بایډن د امریکا ۴۶ ولسمشر دی. امریکا د نړۍ یوازینی هیواد دی چې په ټول تاریخ کې یې مشران د خلکو په رایو غوره شوي دي.

خو دا لومړی ځل دی چې د امریکا یو برحاله ولسمشر د انتخاباتو پر پایلو شک څرګندوي. ټرمپ ویلي چې په انتخاباتو کې درغلي شوې او محکمې ته شکایت کوي.

د امریکا په څو ایالتونو کې لا هم رایې شمېرل کېږي حو د بري لپاره جو بایډن لازم اکثریت پوره کړ.

جو بایډن د پینسلوانیا د ټولو رایو له شمېرل کېدو وروسته ۲۰ الیکترول رایې وګټلې او الیکترول رایې یې ۲۷۳ ته ورسېدې.

د ټرمپ غبرګون

ټرمپ نن (شنبه) وروسته له دې چې د جو بایډن بری تثبیت شو، په یوه بیان کې ویلي چې د ولسمشرۍ د انتخاباتو پایلې نه مني.

ټرمپ ویلي «حقیقت دا دی چې انتخابات لا پای ته نه دي رسېدلي.

د ټرمپ د کمپاین غړیو ویلي چې دوی محکمو ته مراجعه کوي ځکه چې د دوی په باور پأه انتخاباتو کې ډېرې درغلۍ شوې دي.

د ناټو سرمنشي اندریس ستولتنبرګ او د پاکستان صدراعظم عمران خان د امریکا نوي منتخب ولسمشر جو بایډن ته د بري په خاطر مبارکي وویله.

پاتې ایالتونه

جورجیا (۱۶ الیکترول رایې) د بایډن رایې تر ټرمپ ۷۲۴۸ ډېرې دي. ۹۹ سلنه رایې شمېرل شوي.

ایروزونا (۱۱ الیکترول رایې) بایډن تر خپل سیال ۲۹۸۶۱ ډېرې رایې لري. ۹۷ سلنه رایې شمېرل شوي.

نواډا (۶ الیکترول رایې لري) بایډن تر خپل سیال ۲۲۶۵۷ ډېرې رایې لري. ۹۳ سلنه رایې شمېرل شوي.

شمالي کارولینا (۱۵الیکترول رایې لري) د ټرمپ رایې ۷۶۵۱۵ ډېرې دي. ۹۸ سلنه رایې شمېرل شوي.

الاسکا (۳ الیکترول رایې لري) ټرمپ تر خپل ۵۱۳۸۲ زیاتې رایې لري.. ۵۶ سلنه رایې شمېرل شوي دي.

حاضردمه د بایډن ټولې الیکترول رایې ۲۷۳ دي او د ټرمپ ۲۱۴ دي.

د افغانستان په اړه د بایډن پالیسي

د چارو ځینې کتونکي ګومان کوي چې د افغانستان په اړه د بایډن او ټرمپ په پالیسي کې به ډېر توپیر نه وي. بایډن څه موده وړاندې ویلي و چې له افغانستانه پوځیان باسي خو لږ شمېر پوځیان هلته پرېږدي چې د القاعده او نورو تروریستانو پر ضد جګړې ته دوام ورکړي.

باور کېږي چې طالبانو له ټرمپ سره هم د لږ شمېر امریکايي پوځیانو پر پاتې کېدو موافقې ته رسېدلی و.

خو د دواړو په پالیسۍ کې لوی توپیر ښايي دا وي چې ټرمپ ته مهمه نه ښکارېده چې د ځواکونو له ایستلو یا کمولو وروسته په افغانستان کې څه پېښېږي مګر بایډن د خپلو پوځي قوماندانانو خبرو ته غوږ ږدي او هغوی نه غواړي چې افغانستان طالبانو ته پرېښودل شي.

د امریکا پوځ له افغانستانه د ځواکونو له ایستلو سره په دې خاطر موافق نه ښکاري چې فکر کوي طالبان روغه نه کوي او غواړي چې د جګړې له لارې افغانستان ونیسي.

ده په ۱۳۹۰ لمریز کال، چې د امریکا مرستیال ولسمشر و، نیوزویک مجلې ته د یوې پوښتنې په ځواب کې ویلي و« که ستاسي مقصد دا وي چې پاکستان دې د داسې یوه افغانستان په څنګ کې ژوند وکړي، چې طالبان په کی واکمن وي، دا موږ نه منو او دا ځکه چې دوی القاعده شبکې ته چې متحده ایالاتو ته یو ریښتنی ګواښ دی، پناه ورکړې وه، مرسته یې ورسره کړې وه او ملاتړ یې ترې کاوه.

موږ طالبانو ته ویلي، که چیرې تاسو له القاعده څخه لاس واخلﺉ موږ له تاسو سره ژوند کولای شو. خو طالبانو تر اوسه دا کار نه دی کړی.»

2 COMMENTS

  1. مهمه داده چه د خلیلزاد ډرامی شخصی اهداف اومغرضانه کړنلاری پای و موند۰
    بل هر څوک چه پدی لاره کښی عمل کوی د افغانانو په ګټه به وی۰
    خلیل زاد ختم کیږی۰مننه

  2. Khalilzad wanted to do a quick action and without the Kabul representative he made a deal with the Taliban so that Trump could mention it in his re election campaign to get benefits from it. But now it is all over, and Biden will listen to the military’s generals about Afghanistan. Khalilzad created big mess.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب