جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهد سولې د برخې فعالین: د حکومت او طالبانو ترمنځ اوسنی وضعیت...

د سولې د برخې فعالین: د حکومت او طالبانو ترمنځ اوسنی وضعیت د سولې فرصت ضایع کوي

تاند(یکشنبه، د عقرب ۱۸) د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ اوسنی وضعیت او منفي تبلیغات د سولې فرصت ضایع کولی شي.

په دې وروستیو کې په هېواد کې د جګړو له شدت سره هممهاله د طالبانو او افغان حکومت ترمنځ ناندرۍ او د یو بل پر ضد تبلیغات هم اوج ته رسېدلي دي.

د سولې د برخې فعالین وایي چې د دواړو خواوو ترمنځ د مذاکراتو له پیل سره هممهاله منفي تبلیغات د سولې فرصت ضایع کولی شي.

پخوانی طالب چارواکی او د سولې د برخې فعال سید اکبر اغا وایي طالبانو او افغان حکومت ته په کار ده چې د جګړې پر ځای دې د سولې لپاره نرمښت وښيي او مذاکرات دې یوې پایلې ته ورسوي. هغه زیاتوي په منفي تبلیغاتو او جګړې سره ددواړو لورو ترمنځ د باور فضا کمزوري کېږي چې ښایي د سولې لپاره د افغانانو هیلې ختمې کړي.

نوموړی پر طالبانو او حکومت دواړو غږ کوي چې ملت ته دې د درېیمګړي په توګه مراجعه وکړي او د ملت له منځ دې پیاوړي او خیر خواه کسان د طالبانو او افغان حکومت ترمنځ د سولې لپاره بنسټیزې او پیاوړې هڅې پيل کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب