Homeخبرونهقزاقستان د افغانانو په مشرۍ او مالکیت د سولې له خبرو ملاتړ...

قزاقستان د افغانانو په مشرۍ او مالکیت د سولې له خبرو ملاتړ کړی

تاند(یکشنبه، د عقرب ۱۸) قزاقستان وايي د افغانانو په مشرۍ او مالکیت د سولې له خبرو ملاتړ کوي.

په کابل کې د قزاقستان سفیر عالم خان یاسین وایي دوی یو ځل بیا پر دې ژمنه ټینګار کوي چې د افغانستان د سولې له پروسې سره همکار دي او هڅه کوي په دې پروسه کې اسانتیا رامنځ ته کړي.

نوموړي د بهرنیو چارو زوارت له سیاسي مرستیال میرویس ناب سره د لیدنې پر مهال ټینګار کړی چې د افغانانو په مشرۍ او مالکیت د سولې له هر ډول خبرو ملاتړ کوي.

افغان لوري هم په تېرو ۱۹ کلونو کې په بېلو برخو کې د قزاقستان له مرستو او همکاریو مننه کړې ده او ددواړو هېوادونو ترمنځ یې د اړیکو پر لا پراختیا او پیاوړتیا ټینګار کړی دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

یامي ګوتم: د کمو فرصتونو له امله مې هیماچل پردېش ته د ستنېدو پرېکړه کړې وه

تاند (سې شنبه، د زمري/ اسد ۱۳ مه) د بالیووډ مشهورې فلمي ستورې یامي ګوتم ویلي، د خپل هنري ژوند په یوه سخت پړاو...