Homeخبرونهایران او جرمني پر زیاتېدونکې نا امنۍ اندېښنه ښودلې

ایران او جرمني پر زیاتېدونکې نا امنۍ اندېښنه ښودلې

تاند(یکشنبه، د عقرب ۱۸) د افغانستان لپاره د ایران ځانګړي استازي ابراهیم طاهریان د افغانستان لپاره د جرمني له ځانګړي استازي مارکس پوتزل سره خبرې کړې دي.

دواړو لورو په افغانستان کې پر روان وضعیت او د سولې پر بهیر بحثونه کړي دي.

یادو استازو په افغانستان کې اوسنۍ نا امني د جدي اندېښنې وړ بللې ده او تمه یې څرګنده کړې چې په مذاکراتو کې پرمختګ وشي او د خبرو له لارې د روانې جګړې د پای لپاره یو دایمي حل پیدا شي.

یادو دواړو هېوادونو ویلي چې په افغانستان کې د سولې له روانې پروسې ملاتړ کوي خو دلته اوسني تاوتریخوالي او نا امنۍ هم اندېښمن کړي دي.

په ورته وخت کې قزاقستان هیواد هم د سولې له روان بهیر خپل ملاتړ څرګند کړی

https://taand.net/%d9%82%d8%b2%d8%a7%d9%82%d8%b3%d8%aa%d8%a7%d9%86-%d8%af-%d8%a7%d9%81%d8%ba%d8%a7%d9%86%d8%a7%d9%86%d9%88-%d9%be%d9%87-%d9%85%d8%b4%d8%b1%db%8d-%d8%a7%d9%88-%d9%85%d8%a7%d9%84%da%a9%db%8c%d8%aa-%d8%af/

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...