جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهجوبایډن: د امریکا ولسمشر یم او یووالي لپاره کار کوم

جوبایډن: د امریکا ولسمشر یم او یووالي لپاره کار کوم

تاند (یک شنبه، د عقرب ۱۸) د امریکا د ټاکنو ګټونکی نوماند جوبایډن تر بریالي کېدو وروسته خپله لومړنۍ وینا وکړه.

هغه د خپلو پلویانو په یوه لویه غونډه کې له ټولو هغو کسانومننه وکړه چې، بایډن ته یې رایه ورکړې ده.

موموړي د نورو ویناوو پرخلاف په دې وینا کې د ټرمپ پر ضد هېڅ راز څرګندونې و نه کړې، بلکې ټول تمرکز یې پر خپلو راتلونکو پلانونو او په امریکا کې د کورونا له امله پر رامنځ ته شوي وضعیت و.

هغه وویل چې لومړنی کار به یې له کورونا وبا سره له علمي او بنسټیزو لارو مبارزه وي او هڅه به یې دا وي چې، د دغه وبا لمن له امریکا ټوله کړي.

بايډن یو ځل بیا ټینګار کړی چې، امریکا باید خپل شان او منزلت تر لاسه کړي او له امریکایي وګړو یې غوښتي چې خپلو هیلو ته د رسېدو لپاره له ده سره همکاري وکړي.

بایډن د امریکا ۴۶ام ولسمشر شو چې د رایو په ډېر لوړ توپیر یې ډونالډ ټرمپ ته ماتې ورکړې ده.

https://taand.net/%d8%ac%d9%88-%d8%a8%d8%a7%db%8c%da%89%d9%86-%d8%af-%d8%a7%d9%85%d8%b1%db%8c%da%a9%d8%a7-%d9%be%d9%87-%d8%a7%d9%86%d8%aa%d8%ae%d8%a7%d8%a8%d8%a7%d8%aa%d9%88-%da%a9%db%90-%d8%a8%d8%b1%db%8c%d8%a7%d9%84/

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب