پنجشنبه, فبروري 5, 2026
Homeخبرونهلوګر کې ترافیکي پېښې یو پخوانی امنیه قوماندان وژلی

لوګر کې ترافیکي پېښې یو پخوانی امنیه قوماندان وژلی

تاند (یکشنبه د عقرب ۱۸) په لوګر ولایت کې د یوې ترافیکي پېښې له امله د خوست د اسماعیل خېلو مندوزیو ولسوالۍ پخوانی امنیه قوماندان وژل شوی دی.

دغه پېښه پرون ورځ د لوګر –ګردېز په لویه لاره د تېرې په سیمه کې رامنځ ته شوې ده.

د خوست د پولیسو ویاند عادل حیدر ویلي، په پېښه کې د خوست د اسماعیل خېلو مندوزیو ولسوالۍ پخوانی امنیه قوماندان وژل شوی او د تڼیو ولسوالۍ د ولسوال په ګډون درې تنه نور ټپیان شوي دي.

د نوموړي په وینا ټپیان روغتون ته د درملنې لپاره وړل شوي او روغتیايي حالت یې د ډاډ وړ دی.

د یادونې وړ ده چې وخت ناوخت د لویو لارو په اوږدو کې د موټر چلونکو د بې احتیاطۍ له امله ورته ترافیکي پېښې رامنځته کېږي، چې خلکو ته پکې مرګژوبله اوړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

 مطالعه او ژوند | ذبیح الله شفق

ویکټور هوګو به ویل چي کتابونه ساړه دوستان دي، خو البته د ډاډ وړ. د ابن رشد عالم په باب دا خبره ډېره مشهوره...