جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهدفاع وزارت: افغان ځواکونو په خوست او هلمند کې پر طالبانو هوايي...

دفاع وزارت: افغان ځواکونو په خوست او هلمند کې پر طالبانو هوايي بریدونه کړي

تاند (شنبه د عقرب ۱۸) د افغانستان د ملي دفاع وزارت وايي، افغان ځواکونو خوست ولایت کې د طالبانو بریدونه په شا تمبولي دي.

یاد وزرارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، طالبانو تېره شپه د خوست ولایت د صبریو ولسوالۍ اړوند په ګورګورۍ غره سیمه کې د افغان ځواکونو پر پوستو بریدونه پیل کړل، چې د ملي اردو له غبرګون سره مخامخ شول.

خبرپاڼه کې راغلي، په دې ځمکنیو او هوايي بریدونو کې ۱۲ طالبان وژل شوي او پنځه نور ټپیان شوي دي.

سرچینه زیاتوي، چې د څلورو طالبانو جسدونه د جګړې په ډګر کې پاتې شوي او یوه اندازه وسلې او مهمات هم د افغان ځواکونو لاس ته ورغلي دي.

دغه وزارت وايي، په دغه جګړه کې افغان ځواکونو او ملکي وګړو ته تلفات نه دي اوښتي.

دغه راز د ملي دفاع وزارت په یوه بله خبرپاڼه کې ویلي، چې تېره شپه افغان ځواکونو د هلمند ولایت په مارجې ولسوالۍ کې پر طالبانو هوايي برید کړی دی.

په دې برید کې ۴ وسله وال طالبان وژل شوي او ۵ نور ټپیان دي.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب