تاند (شنبه د عقرب ۱۸) ولسمشر اشرف غني اد امریکا د متحده ایلاتو لپاره نوي ټاکل شوي ولسمشر جو بایډن او د نوموړي مرستیالې کمالا هریس ته مبارکي ورکړه.
ولسمشرغني په یوه ټویټ پیغام کې ویلي، چې امریکا او افغانستان ژورې ستراتژیکې اړیکې لري او غواړي دغه اړیکي لا پیاوړې او وغځېږي، په ځانګړي ډول له ترهګرۍ سره د مبارزې او د سولې برخه کې.
بايډن د نومبر تېره ورځ د واشنګټن له وخت سره سم تر غرمې مخکې په ۱۱:۳۰ بجې د ټاکنو ګټونکی اعلان شو.
https://taand.net/%d8%ac%d9%88-%d8%a8%d8%a7%db%8c%da%89%d9%86-%d8%af-%d8%a7%d9%85%d8%b1%db%8c%da%a9%d8%a7-%d9%be%d9%87-%d8%a7%d9%86%d8%aa%d8%ae%d8%a7%d8%a8%d8%a7%d8%aa%d9%88-%da%a9%db%90-%d8%a8%d8%b1%db%8c%d8%a7%d9%84/
بل خوا ولسمشر ټرمپ له ماتي منلو انکار کړی او ویلي یې دي چې ټاکنې لا ختمې نه دي او هغه به د ټاکنو پایلې په محکمه کې چلنج کړي.
جو بايډن بیا د خپلې بريا په وينا کې ویلي، چې د هېواد د یووالي لپاره به هلې ځلې وکړي، سخت بیانونه به هېر او د یوه ملت په توګه به سره راټول شي.