جمعه, دسمبر 12, 2025
Homeخبرونهافغانستان ته د پاکستان په صادراتو کې ۱۳سلنه کموالی راغلی

افغانستان ته د پاکستان په صادراتو کې ۱۳سلنه کموالی راغلی

تاند(جمعه، د عقرب ۱۶) افغانستان ته د پاکستان صادرات د تېر کال د ورته مودې پرتله د روان مالي کال په لومړيو درېو مياشتو کې ۱۳.۹۸ سلنه کم شوي دي.

له جولای تر سپټمبر میاشتې افغانستان ته د پاکستان صادراتو کچه ۲۰۹.۸۶۸ ميليونه امريکايي ډالر ثبت شوې، خو تېر کال د صادراتو دغه کچه ۲۴۳.۹۸۰ امريکايي ډالر ثبت شوې ده.

د دغه کمي یو لامل د لارو تړل کېدل ښودل شوي دي. د صادراتو د کموالي له امله نه يوازې د پاکستان په اقتصاد بد اغيزی شوی بلکې ورسره د بې کارۍ کچه هم لوړه شوې ده.

په پاکستان کې د اقتصادي چارو کارپوهان وايي، د پاکستان او افغانستان تر منځ سوداګریزې اړيکي زیاتره وخت د سياسي اړيکو د ترينګلتيا ښکار کېږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د میرمن قمرګلې د تلین په مناسبت د هغې هنر ته کتنه| اسیه محرابي

د ارواښادې مېرمن قمر ګل د درېیم تلین په مناسبت د اغلې محرابي دا لیکنه بیا خپروو. تاند مېرمن قمرګلې له ماشومتوبه د خپلې هنرپالې...