Homeخبرونهرویټرز: ښايي نړیوال له افغانستان سره خپلې مرستې کمې کړي

رویټرز: ښايي نړیوال له افغانستان سره خپلې مرستې کمې کړي

تاند(جمعه، د عقرب ۱۶) رویټرز خبري آژانس وايي، چې د امریکا په ګډون نړیواله ټولنه به په جینوا کنفرانس کې، له افغانستان سره خپلې مرستې تر ډیره حده راکمې کړي.

رویټرز خبري آژانس د دریو سرچینو له قوله ویلي، چې ښايي نړیوال په جینوا کنفرانس کې له افغانستان سره ډیرو مرستو ته زړه ښه نه کړي.

د سرچینې په خبره ښايي دا ځل ډونران د پخوا په نسبت له افغانستان سره د کمو مرستو ژمنه وکړي او هغه به هم د سختو شرایطو پر اساس وي.

په عین حال کې ښايي دغه مرستې له کلکو شرطونو سره تړلې وي او د لنډې مودې لپاره به وي.

دغو سرچینو د نوم نه ښودلو په شرط رویټرز ته دا هم ویلي، چې امریکا ښايي خپلې کلنۍ مرستې چې، شاوخوا ۸۰۰ میلیونه ډالره ملکي مرستې دي او د دفاع او امنیتي اړتیاوو لپاره په نظر کې پر نیول شویو مرستو اضافه دي، تر ډیره حده راکمې کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

زموږ د وختونو پسرلي | پوهاند دودیال

زموږ د وختونو پسرلی ښه و، برکت و، مینه وه، یووالی و او هیلې وې. نوروز ته به  یوڅو ورځې پاتې وې، چې د...