Homeخبرونهټرمپ: ټاکنې مې ګټلي خو درغلي راسره کیږي

ټرمپ: ټاکنې مې ګټلي خو درغلي راسره کیږي

تاند(جمعه، د عقرب ۱۶) د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په خپلې تازه وینا کې یوځل بیا ټینګار وکړ چې په ټاکنو کې له ده سره درغلي روانه ده، که نه نو د ده په وینا، که قانوني رای وشمېرل شي، نو وايي، چې ګټونکی دی.

ټرمپ په یو خبري کنفرانس کې وویل چې د ټاکنو پروسه منصفانه نه ده. د ټرمپ ټاکنیز ټیم غواړي چې په څو ایالتونو کې د رایو د شمېرلو بهیر ودرول شي.

ډونالډ ټرمپ په خپلو خبرو کې زیاته کړه چې هره قانوني رایه باید وشمېرل شي.

هغه د پنسلوانیا د ټاکنو په کارکوونکو تور ولګاوه چې څارونکي یې د شمېرلو له بهیره لرې ساتلي دي.

خو د ټرمپ سیال جو بایډن هم د ټاکنو په اړه لنډه وینا کې ویلي، چې په خپلې کامیابۍ باندې یقیني دی، نوموړی وايي چې خلک باید صبر وکړي او رايي باید وشمېرل شي.

3 COMMENTS

  1. ټرمپ په یو خبري کنفرانس کې وویل چې د ټاکنو پروسه منصفانه نه ده. د ټرمپ ټاکنیز ټیم غواړي چې په څو ایالتونو کې د رایو د شمېرلو بهیر ودرول شي.

  2. ښاغلی ترمپ لکه چې د ګلمرجان په مرض اخته شویدی ، دی به وایی که نور نه وي یو مشارکتي حکومت دې جوړ شي او یا دې لږ تر لږه د مصالحې دعالي شورا غړی دې وټاکل شي .
    که لنډغرانو او اوباشانو ته ضرورت وي ګلمرجان یې در استولی شي .

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...