Homeخبرونهدیني عالمان: د جګړې ښکېل لوري دې نوره جګړه ودروي

دیني عالمان: د جګړې ښکېل لوري دې نوره جګړه ودروي

تاند(جمعه، د عقرب ۱۶) د ختيځ زون ديني عالمان وايي چې د جګړې ښکېل لوري دې نوره جګړه بس کړي.

یاد شاوخوا زر ديني عالمان د جلال اباد ښار په شېرزي لوبغالي کې راټول شوي وو او د سولې له روانو هڅو يې ملاتړ څرګند کړ.

دوی د جګړې پر ښکېلو لورو غږ وکړ چې سوله وکړي او له جګړو لاس پر سر شي؛ ځکه په خبره يې د جګړو دوام يوازې هېواد په کنډوالو بدلولی شي نه يې پرمختګ ته پرېږدي، نه خپلواکۍ ته او نه يې هم هوساينې ته.

یادو ديني عالمانو پر حکومت او وسله والو طالبانو غږ وکړ چې لومړی دې دايمي اوربند او بيا دې تل پاتې سولې ته لار هواره کړي.

دوی دغه راز ټينګار وکړ که قطر کې د افغان حکومت مرکچي پلاوی وسله والو طالبانو ته قناعت نه شي ورکولی نو هغه هئيت دې را وغواړي او پر ځای دې يې ديني عالمان ورولېږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

یو ارزښتناک اثر “طلوع افغان د څېړنو په بهیر کي”

لیکنه: غني حسن لنډه‌سریزه: په نړۍ کي د عصري چاپ صنعت په المان کي سر راپورته کړ، او په عصري ډول چي لومړنی کتاب انجیل ئې...