دوشنبه, مې 20, 2024
Homeمقالېراځئ لږ حقایقو ته سترګې ټیټې کړو!

راځئ لږ حقایقو ته سترګې ټیټې کړو!

اکثریت پښتانه لور رحمت نۀ بلکې خپل بانکي حساب ګڼي. یعنې کې ستره شي نو شل لکه ولور به پرې اخلي. دا هم دود دی چې پۀ جنوبي ولایاتو کې د کؤم پښتون لور وشي زیږیدلې لور پلار بیا ځانته فیلډر موټر اخلي.

برعکس زوم وال/خُسرګنۍ شل لکه ولور د خپل زوی د خوښۍ لپاره نۀ ادا کوي بلکې ددې لپاره یې ادا کوي چې ناوې دې زوی اولاد راوړي تر څو تربورانو ته کم رانشي تربورولي وپالي. دا یې بله فاجعه.

پدې ټبر کې پر لور زده کړې کؤل فحاشي ده، شرم دی، پیغور دی پۀ ټوله کې نامشروع ګڼل کېږي. بیا چې کله دغه انجلۍ ودیږي، خپله بیچاره نالوستې وي د افغانستان پدې ټال/شرایطو کې اکثریت ځوانان ددې بدرنګې جګړې ښکار شي.

نالوستې مېرمن پرته لۀ ډوډۍ پخښؤلو، سپیاکې پۀ دیوال وهولو، د کور کارونو نور هیڅ نۀ شي کولای، مجبور ده چې خپلو یتیمو بچیانو ته چې لۀ هر ځای کېږي خوراک څښاک پیدا کړي.

بالاخره دېته اړه شي چې خیرات ټول کړي، خلکو ته پدې شهوت پرسته ټولنه کې لاس اوږود کړي. تر څو د بچیو لپاره څۀ د خوراک او څښاک راونیسي. بیا د غیرتي پښتون لورګانو بیچاره ګانو ژؤند سور اور شي، د ښار واټونو ته ووځي وروسته بیا پۀ اخلاقي فساد هم اخته شي.

تاسې بازارونو ته ولاړ شئ، نظر واچوئ ډیرئ میرمنې به مو تر سترګو شي. دوی لۀ بنګلدیش و پنجاب ندي راغلي بلکې همدوی د همغه غیرتي پښتنو لورګانې دي. کوم چا چې د لور زده کړې یې شرم ګڼل، پیغور و فحاشي ګڼله.

پرمختګ او ثبات د ملت لۀ وجود ارتقا کوي، کله چې نیم ملت زده کړې شرم، فحاشي او پیغور ګڼي نو ددې وطن راتلوونکی بدتر وګڼئ.

پاتې نیم ملت د پینځوس سلنه نالوستي ملت بدبختۍ پرې کوي او ددوی لۀ امله لوستی قشر هم د بدبختیو پۀ اوج کې واقع کېږي.

دغه پلار او لور یې ښکاره بیلګه ده، دغه شهیده انجلۍ د کابل د پوهنتون پۀ مرګونې پېښه کې پۀ شهادت ورسیدله، د حبیب الله افشار لور حنیفه افشار نومیدله، ویې ګورئ دوی د نالوستي ملت د جهل قیمت پرې کړ.

پلار ته یې ښۀ ځیر شئ بیچاره داسې بریښي لکه کوم رسټورانټ کې چې ګارسون وي، پښتون خو دا هم شرم ګڼي. پۀ هر صورت، ډاډه یم دغه شهزاده پلار به خپل جق ادا کړی وي. دا چې د نالوستو پۀ غیږه کې ژؤند کوي ارومرو به دغسې غمېیزې پیښې ګوري او جبرانوي به یې؛خدای ناکرده کۀ پلار یې مړ وای نو لور یې دا ځواک پۀ ځان کې درلود تر څو خپله کورنۍ لۀ ځانه بسیا کړي.

خدای تعالی دې د شهیدې حنیفې روح خوښ لري، جنت یې ځای شه، ګور یې رڼا شه!

لیکوونکی عبید افغان

2 COMMENTS

  1. مننه .
    آمین. الله پاک دې روح ښاد کړي.
    د وطن او علم او زمونږ د خویندو او وروڼو قاتلین دې خدای سرنګونه او ناکام لري.
    ژوندي دې وي زمونږ غیرتي امنیتي ځواکونه .

  2. اسلام علیکم ورحمته الله….

    الله مو په علم، قلم، ګوتو هال او مال برکت کړه، چی د اوسنۍ زمانی حقایق تر عوامو رسوۍ، الله مو د علم او عمل په ګانړه سمبال او جوړ کړي، عامه پوهاوی ډیر اړین دی، ترڅو د جهل له تیارو او تورتمونو څخه د رڼا لور ته راوځو، هم به مو ژوند، ټولنه او هم اخرت پاک او سپیڅلی وي..

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب