چهارشنبه, سپتمبر 25, 2024
Homeخبرونهشیخ یوسف قرضاوي وايي افغان جګړه مشروعیت نه لري

شیخ یوسف قرضاوي وايي افغان جګړه مشروعیت نه لري

تاند (چهارشنبه د عقرب ۱۴) د افغان دولت د مذاکره کوونکې ډلې یو شمېر غړیو د اسلامي نړۍ د دیني عالمانو د ټولنې له مشر سره لیدلي دي.

د ملي روغې جوړې عالي شورا وايي، د اسلامي نړۍ د دیني عالمانو د ټولنې مشر شیخ یوسف قرضاوي د مذاکره کوونکي ډلې له یو شمېر غړو سره په لیدنه کې ویلي، دوی د نړۍ د دیني عالمانو له هغې فتوا چې په افغانستان کې جګړه مشروعیت نلري ملاتړ کوي.

د دغې شورا ویاند فریدون خوځون پر خپل ټوېټر لیکلي چې په دغه لیدنه کې یوسف قرضاوي ویلي، اسلام د وحدت او ورورولۍ دین دی او د مسلمانانو تر منځ جګړه ناروا ده.

د اسلامي نړۍ علماء په افغانستان کې د جګړې په اړه غمجن دي، ځکه د جګړې لوري مسلمانان دي.

تر دې مخکې هم په افغانستان کې د روانې جګړې په هکله د نړۍ ګڼ شمېر دیني عالمانو فتوا ورکړي او دا جګړه یې د اسلامي شرعیت خلاف بللې ده.

د دیني عالمانو په وینا افغان جګړه کوم شرعي جواز نه لري، بلکې قدرت ته د رسېدو هڅه ده چې هره ورځ پکې بې ګناه مسلمانان وژل کېږي.

په قطر کې د افغان حکومت او طالبانو د مذاکره کوونکو ډلو تر منځ د سولې مخامخ خبرې کابو دوو میاشتو ته رسېږي، خو تر اوسه کومې معلومې نتیجې ته نه دي رسېدلي.

د افغانانو د تمې خلاف د سولې د خبرو سره هم مهال جګړو زور اخیستی دی.

د دفاع وزارت د معلوماتو له مخې همدا اوس له شلو په ډېرو ولایتونو کې د افغان ځواکونو او طالبانو تر منځ نښتې روانې دي. دواړه لوري یو بل ته د درنې مرګ ژوبلې اړولو ادعاوې کوي.

7 COMMENTS

  1. بسیار ضروری است که قضیه جنیات جنگی که دولت و استخبارات پاکستان در طول 20-25 سال در اثر جنگ نا اعلام شده تروریستی بر ضد ملت و دولت افغانستان توسط نظامیان و ملیشه ها تروریستی به نام طالب ، داعش ، شبکه حقانی به راه انداخته شده است و در نتیجه آن صدها هزار افغان بی گناه شهید ، یتیم و معلول گردیده است ، به سازمان ملل و محاکم عدلی بین المللی برای تحقیق و مجازات و تادیه غرامت جنگی سپرده شود . دستگاه دیپلوماسی ، و شورای امنیت افغانستان باید این قضیه را با اسناد و شواهد زنده موجود جدآ مورد پیگیری مسلسل قرار دهد.

  2. بسیار ضروری است که قضیه جنیات جنگی که دولت و استخبارات پاکستان در طول 20-25 سال در اثر جنگ نا اعلام شده تروریستی بر ضد ملت و دولت افغانستان توسط نظامیان و ملیشه ها تروریستی به نام طالب ، داعش ، شبکه حقانی به راه انداخته شده است و در نتیجه آن صدها هزار افغان بی گناه شهید ، یتیم و معلول گردیده است ، به سازمان ملل و محاکم عدلی بین المللی برای تحقیق و مجازات و تادیه غرامت جنگی سپرده شود . دستگاه دیپلوماسی ، و شورای امنیت افغانستان باید این قضیه را با اسناد و شواهد زنده موجود جدآ مورد پیگیری مسلسل قرار دهد.

  3. په طالب خو یی والله که ومنی دوی اوس داسی ډله ده چی هیڅ اسلامی ملک او قوانینو ته احترام نلری صرف څو شیان پیژنی، ډالر، پنجاب، دوحه ددوحی تړون، ټرمپ، قدرت، او د مسلمانانو وژل. آیا د افغانستان علما ډیره پوهه لری که د الذهر، د هند دیوبند، د سعودی علما، د بنګله دیش او داسی نور اسلامی ممالکو دوی ددغی علماوو خبرو او فتواوو ته هیڅ ارزښت نه ورکوی. طالبانو ته فتواووی له پنجابی تورو ملایانو راځی او هغه ورته تر قرآن او احادیثو او د افغانستان له مسلمانانو ډیره محترمه ده. نو لدی ډلی د سولی او اسلام تمه مه کوی.

  4. دا فتوایی به هلته ګټه ولری چه حکومت او امارت دواړه ورته تابع سی. داسی ښکاری حکومت کوشش کوی داسی فتواګانی راټولی کړی او هغه بیا د تالبانو په ضد استعمال کړی. تالبان ورته د فرمایشی ملایانو فتوای وایی. دا سلسله خو له اوله روانه وه مګر فایده یی نده کړی. نو حکومت ولی خپل وخت او زر ضایع کوی. ښه به دا وی همدا فتواوی ومنی او یوطرفه اوربند اعلان کړی. دا به ددوی په صداقت باندی ترجمه کړو.
    بل دا چه نه دولت او نه تاند پوره متن خپروی. یوه فتوا چه د عمل قابل وی نو هغه باید دواړه خواوی ملامت کړی. داسی نه ده چه تالب ګناهکار کړی او حکومت مبراء.
    تالبانو د الریسونی خبره تحریف سوی اعلان بللی وو. عکسونه اخیستل د فرمایش او تحریف امکان نسی ردولای. نو چه دا شک ایسته سی حکومت باید د فتوا غوښتلو له پروسی سم هم سوال هم جواب مکتوبا په اخبارونو کی اعلان کړی. دا به نه تالبانو ته نه مونږ غوندی کسانو د شک وړ ښکاری.
    هیله ده تاند د رښتونی ژرنالیستی اصولو له مخی دی ټکی ته متوجه سی.

  5. ثابت صاحب تاسو دداسی یوی ډلی خبری کوی چی یو څه اصول وپیژنی. هغه چی مرام یی په افغانستان کی د بهرنیانو د سیطری او گتی تامین وی او دمصنوعی انسانانو په شان سویچ یی دنورو په لای وی دهغو په مقابل کی داسی‌ استد لال هیڅ مفهوم ننه لری.

  6. د علماوو د فتوا نه منل یعنی:
    نن سبا لوی مُفتی همهغه د قدرت تنده، ډالری، زور او تزویر د پنجاپی – انګریزی مُلا درناوی، د وولس رأیو ته په سپکه کتل، په وولس کی عدم محبوبیت او حتی کرکی څخه انکار ددې ټولو مجموعه د قطریانو په نزد لویه فتوا ده.

  7. کچیری همدا د اسلامی نړۍ د دیني عالمانو د ټولنې مشر صلاحیت لری نو له پاکستان سره هر ډول سیاسی روابط بند او ټول اسلامی هیوادونه د عربی هیوادونو په شمول له پاکستان سره پریکون اعلان او ورته ودی وایی کچیری پدی یوه میاشت کی په افغانستان کی اوربند را نغی موږ له پاکستان سره هر ډول اړیکی پری کوو

    نو قسم کوم چی په ډیره کمه موده کی پدی کړیدلی ولس باندی د اوربند رحم وشی

    نو داسی نشی کیدلی چی همدا اسلامی هیوادونه پدی پوهیږی چی د پاکستان څارګره اداره او پوځ د طالبانو او داعشیانو مخکینی مجاهدینو سره چی کله ذات البینی جګړه یی روانه کړی وو او کابل یی په کنډواله بدل کړ او همدی پاکستان او ایران ورسره مالی او نظامی مرسته کوله مګر پرون او نن همدا اسلامی هیوادونه ورته کتل او ګوری او د دوی (پاکستان) ملیشی دلته مسلمان وژنی ته زور ورکړی وو

    منحیث د یوه افغان باید ووایم چی ترڅو د نړیوالی ټولنی امنیت شورا، ملګری ملتونو سره زموږ دولت د لنډمهال لپاره پریکون اعلان نکړی او له پاکستان او برتانیی څخه خپل سفیران را ونه غواړی دا ستونزی به جریان لری لکه بی اتفاقه قوم تنها د جنازی لمونځونه کوو او ښخول به کوو

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب

پلمه | زهير سپېڅلی