شنبه, نوومبر 23, 2024
Homeخبرونهپه کندز کې د ملي اردو بېز سقوط کړی؛ ۲۵ ملکیانو ته...

په کندز کې د ملي اردو بېز سقوط کړی؛ ۲۵ ملکیانو ته پکې مرګ ژوبله اوښتې

تاند (چهارشنبه د عقرب ۱۴) د کندز ځايي خلک وايي، ددغه ولایت په خان آباد ولسوالۍ کې ۲۵ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د عیني شاهدانو په وینا تېره شپه د خان آباد ولسوالۍ په نواباد سیمه کې د ملي اردو بېز سقوط کړی او کله چې د سیمې خلکو غوښتل د بیز وسایل چور کړي، هوایي برید پرې شوی دی.

د راپورونو له مخې  دغه برید نن سهار شاوخوا ۹ بجې تر سره شوی دی.

د لومړنیو معلوماتو له مخې د پېښې له ځایه ۱۸ ټپیان او یو جسد د خان آباد روغتون ته لېږدول شوي، چې ټول ملکیان دي.

خو د خان آباد روغتون کې ډاکټرانو ویلي، چې دوی ته د پېښې له ځایه ۲۰ ټپیان او پنځه مړي وروړل شوي دي.

حکومتي چارواکو تر اوسه په هکله څه نه دي ویلي، خو طالبان وايي چې د کندز د خان اباد ولسوالۍ اړوند نواباد سیمه یې کې یې تېره شپه د ملي اردو پر قرارګاه برید کړی او ګڼ شمېر سرتېرو ته یې د مرګ ژوبلې اړولو ادعا کړې ده.

چارواکو تر اوسه په رسمي توګه په دې هکله کوم څه نه دي ویلي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب