Homeخبرونهولسي جرګې د صالح او محب په ګډون د امنیتي ادارو مسؤلین...

ولسي جرګې د صالح او محب په ګډون د امنیتي ادارو مسؤلین ځواب ویلو ته ورغوښتي

تاند (چهارشنبه د عقرب ۱۴) ولسي جرګې د نن ورځې په ناسته کې پرېکړه کړې، چې د ولسمشر د لومړي مرستیال امرالله صالح په ګډون د امنیتي ادارو مسؤلین ځواب ویلو ته ورغواړي.

ولسي جرګې ویلي، چې امرالله صالح، د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب، د ملي امنیت سرپرست احمد ضیاء سراج، د ملي دفاع وزارت سرپرست اسدالله خالد او د کورنیو چارو وزارت سرپرست مسعود انداربي به دې جرګې ته وروغواړي.

دا پرېکړه نن د ولسي جرګې له لوري په اکثریت رایو تصویب شوې ده او یاد چارواکې یې د راتلونکې شنبې په ورځ دغې جرګې ته ورغوښتي دي.

دغه پرېکړه په کابل پوهنتون د برید وروسته شوې ده.

د وروستیو شمېرو له مخې په دې پېښه کې ۳۵ کسان وژل شوي او ۴۰ نور ټپیان شوي دي.

د ولسي جرګې غړیو په نننۍ ناسته کې په کابل پوهنتون شوي برید ته په اشارې سره ویلي چې امنیتي بنسټونه په خپلو دندو کې پاتې راغلي دي.

امرالله صالح چې د کابل د امنیتي وضعیت د سمون چارو مسؤلیت یې پر غاړه اخیستی دی، دا برید یې د استخباراتو ناکامي بللې ده.

1 COMMENT

  1. لکه چې د ولسي جرګې په غړیو او رئیس د پنجاب وروستي سفر اغیزه کړېده ، دوی غواړي دافغانستان امنیتي ارګانونه فلج او لاس تړلي ټالبانو او پنجاب ته تسلیم کړي. مونږ په جنګي حالت کې یو ، دلته هرڅه فرمایشي دي ، ولسي جرګه خپل فرمایشونه د عادي حالت په څېر مخ ته وړي .
    د ولسي جرګې غړي باید خپل موکلین د هېواد دفاع ته وهڅوي . خپل سربازان او مسلحې قواوي وستایي . هغوي کرار ندي ناست ، زمونږ اتلان هره ورځ د خپلو خلکو د دفاع او ساتنې په لار کې قرباني ورکوي . د دغو اتلانو له کورنیو سره هيچا مرسته ونکړه او وایی چې مړ شو ، نور پړ شو .
    پداسې یوه حساس وخت کې هرې خواته وروروژونکې جګړه روانه ده ، د ولسي جرګې وکیلان خپلو دفاعي مسوولانو ته وخت علني ټاکي او هغوي د خپلو ناروا غوښتنو د نه قبلېدو په انتقام کې ورغواړي او عبث پوښتنې ځینې مطرح کوي .
    وکیلانو پدې کار سره به یې جوړه نکړئ ، لا به نوره هم درنه خرابه شي .

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...