دوشنبه, سپتمبر 23, 2024
Homeخبرونهد معارف او لوړو زده کړو کمیسیون: د ۱۰ نوماند وزیرانو اسناد...

د معارف او لوړو زده کړو کمیسیون: د ۱۰ نوماند وزیرانو اسناد ستونزې لري

تاند(چهارشنبه، د عقرب ۱۴) د ولسي جرګې د لوړو زده کړو او پوهنې وزارت څېړنې کمیسیون وایي چې د راتلونکې کابینې لپاره د ور پېژندل شویو نوماند وزیرانو له ډلې د ۱۰ هغو تحصیلي اسناد ستونزې لري.

د دغه کمیسیون د معلوماتو له مخې، د ملي امنیت ریاست نوماند ضیا سراج، د ښځو چارو وزارت نوماندې حسینه صافۍ، د سوداګرۍ وزارت نوماند نثار احمد غوریاني، د مخابراتو وزارت نوماندې معصومه خاوري، د ترانسپورټ وزارت نوماند قدرت الله ذکي، د سرحداتو وزارت نوماند محب الله صمیم، د افغانستان بانک نوماند اجمل احمدي، د کډوالو چارو وزارت نوماند نورالرحمان اخلاقي، د کار او ټولنیزو چارو وزارت نوماند بشیر احمد ته‌ینج او د ټولګټو وزارت د نوماند نجیب الله یمین تحصیلي اسناد ستونزې لري.

دغه کمیسیون په پارلماني چارو کې د دولت له وزارته غوښتنه کړې ده چې د یادو کسانو د اسنادو په طی مراحل کې ورسره اړینه همکاري وکړي څو دوی په دې اړه خپله وروستۍ پرېکړه اعلان کړي.

6 COMMENTS

  1. عجیبه ده چه په ذکر شویو وزیرانو کی ماستر نشته حتی د لیسانس او دولسم صنف د فراغت شهادتنامه یی مشکل لری ، په داسی حال کښی چه په هیواد کی په زرګونو ماستران او په سلګونو دکتورا لرونکی افغانان وجکړی ود لری . دمسؤلینو په ټاکنه کی د سیاسی تیمونوتر منځ هم د شایسته سالاری معیار باید سره کرښه وی. همدا رنګه باید هغه څوک چه د مالی فساد ، غصب ماضی ولری نباید وکیلان د اعتماد رایه ورکړی . وکیلان باید پوه شی چه ددوی رایه دملت امانت دی .

  2. خدای می دی نه ګناهګاروی زه فکر کوم یو وزیر زه پیژنم. هغه زه فکر کوم چه ابتدایی مکتب یی نوو خلاص کړی. یو وخت بیا خبر شوم چه د پوهنتون شهادتنامه لری. زه اوس لا هم حیران یم چه د کابل په مترقی حکومت کی هغه څنګه منل سوی وو. ولسی جرګه دی خیر یوسی چه شهرناپرسان ته یی توجه کړی.

  3. دولسي جرګې قانوني صلاحیت او دنده ده چې خدای او خپل وجدان شاهد ونیسي، دغسې بېسواده ، جعلي اسنادو درلودونکو کسانو ته د وزارت د کاندیدیدو مخه ونیسي . که خدای مکړه دوی دا خیانت وکړي په راتلونکې کې د ټولو بي کفایته او بېسواده وزیرانو د اجرااتو او خیانتونو سره به شریکان او مجرم وي .

  4. ډير افسوس،ډير د شرم جای ده،ډير مو افغانان نړيوالو ته وښرمول، فساد يو څو خائنانو وکړ،په ميليارډونو ډالر دې سپيو جب ته کړل، وطن يې لوټ کړ، ولس يې په لوی لاس طالب ته ور ټيله کړ اوس وینو چې هم طالب د وحشت په تخت ناست ده هم دولت کې دا د افغانانو قاتلان، يو له دولت نه سو استفاده کوي،بل طالب له غريب او درديدلو ولس نه،بس خپلې ګټې د ولس په قتل او وينو کې پورته کوی، او د وطن او خدای او رسول دوښمنانو، رب مو تباه کړه… رب مو جهنم جای کړه، رب مو سر او مال تباه کړه

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب