دوشنبه, سپتمبر 23, 2024
Homeخبرونهامرالله صالح: پر کابل پوهنتون او امريکايي پوهنتون بريدونه سره ورته دي...

امرالله صالح: پر کابل پوهنتون او امريکايي پوهنتون بريدونه سره ورته دي چې طالبانو کړي

تاند (چهارشنبه د عقرب ۱۴) د ولسمشر لومړی مرستيال امرالله صالح وايي، لومړنۍ پلټنې ښيي چې پر کابل پوهنتون بريد طالبانو کړی دی.

امرالله صالح نن پر خپله فېسبوک ‌پاڼه ليکلي، چې دا برید په کابل کې پر امریکايي پوهنتون د طالبانو له بريد سره ورته والی لري چې طالبانو کړی و.

ښاغلي صالح پر کانټيننټل او ۴۰۰ بستريز روغتون بريد ته په اشارې سره وايي، چې پر کابل پوهنتون بريد يادو بريدونو سره  هم ورته والی لري چې طالبانو کړي وو.

نوموړي تېره ورځ هم وويل چې د بریدګرو کړنې د طالبانو د نوي فاتح ځواک په نوم ډلې سره سل سلنه ورته دي.

د دوشنبې په ورځ شاوخوا ۱۱ بجې پر کابل پوهنتون وسله ‌واله ډله ییزه حمله وشوه او بریدګرو د پوهنتون پر محصلانو ډزې پیل کړې.

د وروستیو شمېرو له مخې په دې برید کې ۳۵ کسان وژل شوي او ۴۰ نور ټپیان دي.

په لومړیو کې طالبانو په دغه برید کې خپل لاس لرل رد کړل او داعش یې مسؤلیت پر غاړه واخیست، خو داعش ته په یوه منسوبه وېډیو کې چې تازه په ټولنیزو شبکو کې لاس په لاس کېږي، ادعا شوې چې پر کابل پوهنتون حمله دوی نه ده کړې.

https://taand.net/%d8%af%d8%a7%d8%b9%d8%b4-%d8%aa%d9%87-%d9%be%d9%87-%db%8c%d9%88%d9%87-%d9%85%d9%86%d8%b3%d9%88%d8%a8%d9%87-%d9%88%d8%af%db%8c%d9%88-%da%a9%db%90-%d8%a7%d8%af%d8%b9%d8%a7-%da%a9%db%90%da%96%d9%8a/

د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح او د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب له پیله په خپلو خبرو کې ویلي چې دغه برید د طالبانو کار دی.

بل خوا ولسي جرګې په خپله نننۍ پرېکړه کې د امرالله صالح او حمدالله محب په ګډون د امنیتي ادارو یو شمېر مسؤلین په دې تړاو ځواب ویلو ته ورغوښتي دي.

https://taand.net/%d9%88%d9%84%d8%b3%d9%8a-%d8%ac%d8%b1%da%ab%db%90-%d8%af-%d8%a7%d9%85%d8%b1%d8%a7%d9%84%d9%84%d9%87-%d8%b5%d8%a7%d9%84%d8%ad-%d8%a7%d9%88-%d8%ad%d9%85%d8%af%d8%a7%d9%84%d9%84%d9%87-%d9%85%d8%ad%d8%a8/

باید وویل شي چې نن بېرته په کابل پوهنتون کې درسي بهیر پیل شوی دی او ډیری محصلان خپلو درسونو ته حاضر شوي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب