Homeخبرونهفرانسه کې یو تن د چړې په واسطه درې کسان وژلي

فرانسه کې یو تن د چړې په واسطه درې کسان وژلي

تاند(پنج شنبه، د عقرب ۸) د راپورونو له مخې، د فرانسې په نیس ښار کې یو تن د چړې په واسطه درې کسان وژلي او څو نور یې ټپیان کړي دي.

دا پېښه په یوه کلیسا کې رامنځته شوې ده او ویل کېږي چې د برید یو قرباني د کلیسا خدمتګار، یو عبادت کوونکی او یوه بله ښځه ده.

د فرانسې پولیسو ویلي چې د پېښې قربانیان یې روغتون ته لېږدولي دي او له درې واړو څخه سرونه غوڅ شوي دي.

پولیسو دا یوه ترهګریزه پېښه بللې ده او زیاته کړې یې ده چې د پېښې په تړاو یې یو شکمن کس نیولی دی.

پولیس وایي، دا یوه جدي ننګونه ده او دوی یې سخت اندېښمن کړي دي.

دا د اسلام ستر پیغمبر ته تر سپکاوي وروسته په دغه هېواد کې درېیمه پېښه ده چې رامنځته کېږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

انجنیر مومند او د موسیقۍ بې‌ ازاره هنر| ولي الله ملکزی

موسیقي د هیجان، عاطفې، مینې او کلیوال ژوند د ماښامونو او حسرتجنو شېبو غږیزه انځورګري ده. موسیقي یوه ناوېلې او بې‌ ژبې انګازه ده...