شنبه, نوومبر 23, 2024
Homeخبرونهاردوغان: هیڅ مسلمان ترهګر او هیڅ ترهګر مسلمان نه دی

اردوغان: هیڅ مسلمان ترهګر او هیڅ ترهګر مسلمان نه دی

تاند(پنج شنبه، د عقرب ۸) د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د فرانسوي شارلي ابدو مجلې له سپکاوي ډکو کاریکاتورونو ته په اشارې ویلي، په اروپا کې د اسلام ضد افکار د سرطان دانې په څېر د خپرېدو په حال کې دي.

اناتولي اژانس د اردوغان له قوله ویلي، له بده مرغه اروپا داسې مرحلې ته ننوځي چې اسلام او پیغمبر ته پکې سپکاوی د بیان ازادي بلل کېږي.

نوموړي ویلي، هیڅ مسلمان ترهګر او هیڅ ترهګر مسلمان نه دی.

اردوغان د خپلو خبرو پر دوام زیاته کړې، د ده په نظر لرې نه ده چې د اسلام دښمنان د خپل نفرت په اور کې وسوځي.

هغه ویلي، دا د ویاړ ځای دی چې په زغرده د خپل محبوب دفاع کوي او په خبره یې، یو مسلمان هغه وخت مري چې د ورته پېښو پر وړاندې چوپ پاتې شي او پر خپل محبوب پیغمبر باندې ننګ ونه کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب