Homeخبرونهمحسن داوړ: هیڅ ګواښ مو د حق غوښتنې غږ نه‌ شي چوپ...

محسن داوړ: هیڅ ګواښ مو د حق غوښتنې غږ نه‌ شي چوپ کولی

تاند(پنج شنبه، د عقرب ۸) پاکستاني پولیسو د پي ټي ایم مخکښ مشر او دغه راز د پارلمان غړي محسن داوړ ته خبرداری ورکړی دی.

پاکستاني پولیسو نوموړي ته ویلې چې چې د الفرقان په نامه یوې ډلې لخوا ورته ګواښونه شوي دي نو باید په خپل ځان پام وکړي، غیر ضروري غونډو کې له ګډونه ډډه وکړي او خپلې سیمې ته د ستنېدو پر مهال دې پولیس جریان کې وساتي.

محسن داوړ د یادو ګواښونو په تایید سره ویلي چې دوی ته تر دې وړانډې هم ورته ګواښونه شوي دي او په وینا یې د دې ګواښونو موخه دا ده چې دوی له سیاسي فعالیتونو را وګرځوي.

نوموړي زیاته کړې، دوی به خپلې سوله‌ییزې مبارزې ته دوام ورکړي او د خپلو خلکو لپاره به د حق غوښتلو برخه کې له هیڅ ډول ګواښ څخه ونه وېرېږي.

داوړ د خپلو خبرو پر دوام پاکستاني دولت ته خبرداری ورکړی دی چې که چېرته دوی ته کوم څه ور پېښ شول نو مسوول به یې همدوی وي.

هغه ویلي، پاکستاني استخبارات چې تر دوی مخکې پر هر څه خبرېږي نو باید مخه یې هم ونیسي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

انجنیر مومند او د موسیقۍ بې‌ ازاره هنر| ولي الله ملکزی

موسیقي د هیجان، عاطفې، مینې او کلیوال ژوند د ماښامونو او حسرتجنو شېبو غږیزه انځورګري ده. موسیقي یوه ناوېلې او بې‌ ژبې انګازه ده...