شنبه, سپتمبر 21, 2024
Homeخبرونهپه فرانسه کې یو افغان له لویې چاړې سره ونیول شو

په فرانسه کې یو افغان له لویې چاړې سره ونیول شو

تاند (چهارشنبه، د عقرب ۸) د فرانسې په نیس ښار کې د یوه سړي له لوري په چاړه د ۳ تنو له وژل کېدو وروسته د دغه هیواد پولیس د یوه افغان د نیولو خبر ورکوي.

یوه تن نن د فرانسې د نیس ښار په یوه کلیسا کې د چاړې په وارونو ۳ تنه ووژل.

څارنوالانو دا حمله تروریستي بللې ده.

پولیس وايي، په برید کې د یوې ښځې سر پرې شوی دی.

د نیس ښاروال کریستیان ستروسي پر خپله ټویټرپاڼه لیکلي چې برید د نوتردام کلیسا ته څېرمه شوی او پولیسو حمله کوونکی نیولی چې اوس په روغتون کې دی.

فرانس پریس خبري اژانس وايي چې له دې پېښې سره په یو وخت د فرانسې په لیون ښار کې یو افغان، چې کمیس – پرتوګ یې اغوستي وو، په داسې حال کې ونیول شو چې رېلګاډي ته خوت.

پولیس وايي له دغه افغان سره یې یوه چاړه موندلې چې ۳۰ سانتي متره اوږدوالی لري.

د پولیسو په وینا، دا سړی یې له وړاندې تر څارنې لاندې و او مخکې تر دې چې پر چا حمله وکړي، د دوی له لوري نیول شوی دی.

له دغه افغان څخه، چې نوم یې نه دی ښوول شوی، پوښتنې – ګروېږنې روانې دي.

دا سړی د ښار د تاریخي برخې (Perrache) تمځي (سټېشن) ته نژدې نیول شوی دی. دې ځای ته نژدې په ۲۰۱۹ م کال پارسلي بم وچاودېده او ۱۴ تنه لارویان یې ژوبل کړل.

یو ۲۴ کلن الجزایري الاصله فرانسوی په چاودنه کې په لاس لرلو تورن شوی و.

1 COMMENT

  1. دا بیچار زه پیژنم قصاب دی خوسی یی نیولی ده. پرون یی راته زنګ وواهه چی بازار کی یم او یوه تیره چاړه واخسته د دکان لپاره. رنګ دی د فرانسی د پولیسو ورک شی ساده قصاب یی نیولی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب