تاند- له یوه راپور سره سم ساینسپوهان ادعا کوي چې اروا د انسان له مرګه وروسته د کوانتوم په مقیاس (کمي مقیاس) ژوند ته دوام ورکولی شي.
د بریتانیا د ایکسپریس ورځپاڼې د راپور له مخې، ساینسپوهان له ډېر پخوا څخه هڅه کوي چې دې پوښتنې ته ځواب ومومي چې«ایا له مرګه وروسته ژوند شته؟» خو اوس ساینسپوهان ادعا کوي د انسان شعور نه مري؛ یوازې یې بدن مري.
د یو شمېر ساینسپوهانو په باور وروسته له دې چې د انسان بدن له منځه ځي د کوانتوم میکانیزم شعور پرېږدي چې ژوند ته دوام ورکړي.
په همدې منځ کې سره له دې چې ساینسپوهان لا هم ډاډه نه دي چې شعور دقیقاً څه دی، د امریکا د ایرزونا پوهنتون استاد او څېړونکی ستوارت هېمروف او د بریتانیا فزیکپوه سر روجر پینروز باور لري چې دا یوازې د کوانتوم په کچه زېرمه شوي معلومات دي.
دواړه وايي، دا پروسه « Orchestrated Objective Reduction» نومېږي او زیاتوي چې ښيي چې د پروتینو پر بنیاد د انسان د حجرو د جوړښت برخه یا مایکروټیوبلیس (microtubules) کوانتومي معلومات انتقالوي.
ډاکتر هینروف د دې موضوع په توضیح کې وايي:«راځئ چې داسې ووایو، زړه ودرېده، ورپسې وینه درېږي؛ مایکروټیوبلیس خپل کوانتومي حالت له لاسه ورکوي.
په مایکرو ټیوبلیس کې کوانتومي معلومات له منځه نه ځي، دا له منځه تللی نه شي، او یوازې نړۍ ته خپرېږي.»
دی زیاتوي«که دوی ژوندي پاتې نه شي او ناروغ ومري، ممکن دا کوانتومي معلومات له بدنه دباندې موجود واوسي، ښايي په نامحدود ډول د یوې اروا په توګه.»
د جرمني د مکس پلانک انستیتیوت (Max Planck) د فزیک پخواني ريیس ډاکتر هانس پیتر دور (Dr Hans-Peter Durr) پخوا ویلي و«موږ دلته او اوس انګېرو چې دا نړۍ په حقیقت کې یوازې په مادي کچه (حد کې) ده چې د درک وړ ده.
تر دې ورهاخوا یو بې نهایت واقعیت دی چې خورا ستر دی چې زموږ نړۍ پکې ریښه لري. په دې ډول زموږ ژوند په دې چوکاټ کې وجود لري چې دا وخت له مرګه وروسته دنیا راچاپېره کړی دی.
«بدن مړ دی، خو معنوي کوانتومي میدان لا هم دوام لري. همدا ده چې زه تل ژوندی یم.»
کېدای شي دا مطلب د ډېرو لپاره ډېر واضیح نه وي خو ګوندي څه نا څه ترې ترلاسه کړي. د لیکنې ځینې اصطلاحات لکه کوانتوم تعریف او توضیح ته اړتیا لري او له بلې خوا زموږ د ژبې په شمول د اکثرو ژبو لمن د پرمختللیو ساینسي مطالبو لپاره تنګه ده. هغوی چې په انګلیسي پوهېږي اصلي مطلب یا لاندې ویدیو ته دې مراجعه وکړي او زموږ سره دې هم د دې مطلب په لا ښه رسولو کې مرسته وکړي. (تاند)
کوانټم وړې ګېډۍ یا غوټې ته وایي په کومې کې چې د انرژۍ زیات شکلونه په فرعي توګه سره وېشل شوي وي.
اول دا چی عقیده لرو او ساینس هم دی ته رسیدلی دا کاینات او ټول مخلوقات یو خالق لری چی هغه اکمل عالم ذات دی او دا هم سایینس منی چی دا خالق څه چی خلق کړی هغه په ټولو علومو کامل ذات دی که هغه فزیکونه دی لکه فزیک نور، فزیک کوانتم ، میخانیک، فزیک نجوم ( چی د ستورو، سیارو ، اقمارو او کهکشانونه مطالعه کوی هغه ندی چی عوام ورته نجومی وایی) او نور فزیکونه چی تر اوسه بشر ددی فزیکونو نهایت ته ندی رسیدلی خو یواځی زموږ واحد خالق ورباندی کامل علم لری چی بشر ددنیا تر پایه د فزیک ،بیولوجی، کیمیا ،جیولوژی ، مترولوجی او نورو علومو نهایت ته نشی رسییدلای او دا کمال علمی یواځی مختص رب العالمین ته دی چی مخلوق کی یی دا علوم کارولی
د ساینس په نامه هغه څه چی ځیبنی کسان یی مطرح کوی خو په موجوداتو کی هغه راز نه وی او له دین سره ټکر لری هغه ساینسی علم ندی او په همدی ځیبنی طالبان استناد کوی او ساینسی علوم حرام یا دا او هغه وایی
زما دا فورمول دی دا وروڼه په ذهن کی وساتی چی د خالق په مخلوقاتو کی داسی سر ،راز ، رابطه او کیفیت نشته چی د الهی هدایاتو یا دین سره مخالف وی او همدا د مخلوقاتو علم ته ساینس وایی
کله له تلویزیونو ځینی بی خبره وایی چی یواځی علوم دینی فرض دی او بس یا جاذبه او څه او څه غلط محض دی نه محترم عالم جانه دتا بی خبری او غلط فهم دی چی ځان معرفی کوی نه دین دا وایی چی ته یی وایی او نه ساینس.
که دی غوښتل پری پوه شی نو موږ کابل پوهنتون کی د ساینس،انجنیری او پولی تخنیک فاکولتی لرو هلته ورشه د مربوطه متخصص نه وپوښته بیا قضاوت وکړه دا مسایل دومره ساده هم ندی چی نیمه بیسوادی کی ورباندی قضاوت وشی نو فقها وایی ټول علوم نافعه تحصیل یی فرض کفایی دی باید موږ په ټولو رشتو کی متخصصین ولرو
کله چی خالق امر کوی واعدوا لهم ما استطعتم من قوه….. دا کارد وحدت نه وروسته په ساینس پوری اړه لری او همدا چی حکومتونه یا ډلګی نن وابسته یا اجیر کوی همدا ساینسی تولیدات دی
اوس د ځینو د غلط فهمی د رفع لپاره همدا کافی بولم
الله تعالی دې مونږ ټولو ته هدایت وکړي او خدای پاک دې په افغانستان کې ارامي راولي چې زمونږ پوهان پخپله داسې او تر دې پرمختللې څېړنې وکړي او بیا یې له دیني مسایلو او اړخونو سره ولګوي ځکه په دین کې ډېر زیات معلومات شته لاکن د دین ستنو کوتکونه را اخیستي دي او خپله اصلي وظیفه یې پرېښې ده.
اصلاً بله خبره:
یو څوک به څه شی له لاسه ورکړی که:
هم ښه درس ووائی، په اجتماعی یا طبیعی علومو کی لوړو درجاتو ته ورسیږی ، ژوند ئې په مطالعه او څیړنو کی تېر سی، بشریت ته د خدمت مصدر وګرځی
او په عین حال کی د واجب الوجود او محمد او معاد او قرآن او جنت او دوږخ پر حقانیت هم د زړه له کومی یقین ولری او د ورځی دوه درې څلور ځلی طهارت او سجده او عبادت وکړی
آیا
دا به ددې کس د دنیوی شتمنیو او علمی لاسته راوړنو پر کیفیت بده اغیزه وکړی؟
هیڅکله
د موټر د شا په برخه کی د ریزرو ټیر درلوده عاقلانه کار دی ، درلوده او حتی د نه استعمال ضرورت ئې تاوان نلری
خو
د احتمالی یا حتمی اضطراری حالت په صورت کی ئې نه درلوده جبران نه منونکی بدی پایلی درلودای سی.
سلامونه تاند لوستونکو ته،
زما په نظر ، دا یوه ساینسي موضوع ده چې انګلیس او جرمن عالمانو د انسان په وجود او ارواه ،پس له موته ،تحقیق کړی او دا تیوري ېې راویستې چې ګویا له وینې او پروټینونو څخه کواڼټم امواج راوځي او ګویا ژوندي دي؟؟.
د پورته مبصرینو له جملې د ښاغلي ذکریا رحیمي لڼډه او علمي تبصره ده ؛او د ډاکټر اتل صیب لمړۍ کرښې اړینې دي ،؛ مګر وروسته دی او بیا دوه نور وروڼه سیاست خوا ته تللي دي ؛ په هر حال هر څوک خپل نظر لري.
زه فکر کوم چې د قرآن کریم آیت پر بنا (…قل الروح من امر ربي ، و ما اوتیتم من العلم اِلا قلیلا… ) ؛ نو که دا کوانټم امواج د روح یو کوچنی جزء فرض کړو نو بیا هم ډیر ساینس یا علم ته ضرورت دی چې د رب په امر پوه شو !؛او مونږمسلمانان بعث بعد الموت او دقېامت په ورځ به سوال او ځواب ته بېرته راژوندي کېو باندې عقيده لرو.
یوه بله مساءله د بودهایانو، هندوانو او شامانیزم (چینایانو او جاپانیانو) عقاید دي چې که یو انسان مړ کیږي ، ارواه ېې څه موده بعد د بل چا په وجود کې راڅرګندیږي؟؟؟. دا به څنګه علماٙٙ ثابته شي؟.
له توجه مو مڼنه. په درنښت.