شنبه, سپتمبر 21, 2024
Homeخبرونهقمر جاوید باجوه ویلې پر ډیورنډ کرښه اغزن تار غځول به دوام...

قمر جاوید باجوه ویلې پر ډیورنډ کرښه اغزن تار غځول به دوام ولري

تاند(پنج شنبه، د عقرب ۸) د پاکستاني پوځ مشر جنرال قمر جاوید باجوه ویلي، پر ډیورنډ کرښه به د اغزن تار لګولو چاره دوام ولري او په وینا یې دا کار د کرښې دواړو غاړو ته د امن په موخه کوي.

پر دغه کرښه اغزن تار چې لر او بر پښتانه یې د افغانانو پر سینه ناسور زخم بولي خو باجوه د امن سرای بللی او د بشپړېدو ژمنه یې کړې ده.

نوموړي دغه راز په افغانستان کې امن د پاکستان په ګټه بللی دی او د افغان سولې برخه کې یې د خپل هېواد پر بشپړې همکارۍ ټینګار کړی دی.

پر ډېورنډ فرضي کرښه غځېدونکي تار باندې د کرښې دواړو غاړو پښتنو تل توند غبرګونونه ښودلي دي خو افغان حکومت یې پر وړاندې چوپه خوله دی او ډېری کارپوهان بیا په دې باور دي چې حکومت پر یاده کرښه معامله کړې ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب