شنبه, سپتمبر 21, 2024
Homeخبرونهطالبانو د ارزګان دهراوود ولسوالۍ امنیه قومنداني نیولې

طالبانو د ارزګان دهراوود ولسوالۍ امنیه قومنداني نیولې

تاند(پنج شنبه، د عقرب ۸) له ارزګان څخه د خپرو شویو راپورونو له مخې، وسله والو طالبانو د دغه ولایت د دهراوود ولسوالۍ بازار او امنیه قومنداني نیولې ده.

په ولسي جرګه کې د ارزګان د خلکو استازي بسم الله جان محمد ویلي چې طالبان د دهراوود ولسوالۍ بازار ته دننه شوي او امنیه قومنداني یې تر خپل کنټرول لاندې راوستې ده.

په ورته وخت کې د یادې ولسوالۍ ځینې اوسېدونکو هم ویلي چې پر دې ولسوالۍ له تېرو څو ورځو راهیسي د طالبانو بریدونه روان وو او بلاخره نن یې د دغې ولسوالۍ بازار او امنیه قومنداني نیولې ده او جګړه لا هم دوام لري.

له ارزګان سربیره د هیواد په ډیری ولایتونو کې په دې وروستیو کې جګړو زور اخیستی او د طالبانو تاوتریخوالی ورځ تر بلې زیاتیږي.

بل لورته ولسمشر غني نن د میلاد د نمانځنې په مناسبت په جوړو شوو مراسمو کې وویل چې طالبان دې له جګړې لاس واخلي او سوله دې وکړي.

https://taand.net/%d9%88%d9%84%d8%b3%d9%85%d8%b4%d8%b1-%d8%ba%d9%86%d9%8a-%db%8c%d9%88-%da%81%d9%84-%d8%a8%db%8c%d8%a7-%d9%be%d8%b1-%d8%b7%d8%a7%d9%84%d8%a8%d8%a7%d9%86-%d8%ba%da%96-%d9%88%da%a9%da%93%d9%88-%da%86/

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب