Homeخبرونهد هوانوردۍ اداره: د افغانستان له فضا څخه د حق العبور کچه...

د هوانوردۍ اداره: د افغانستان له فضا څخه د حق العبور کچه لوړېږي

تاند(پنج شنبه، د عقرب ۸) د افغانستان د هوانوردۍ اداره وایي چې د ۲۰۲۱ میلادي کال له پیل څخه به د هېواد له فضا څخه د تېرېدونکو الوتکو حق العبور کچه لوړه شي.

دغې ادارې د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې د ټول هېواد په کچه د رادارونو د نصب چارې پیل شوې دي او د راتلونکي میلادي کال له پیل څخه وروسته به د افغانستان له اسمانه د تېرېدونکو الوتکو د حق العبور کچه ۲۵۰ امریکایي ډالرو ته ورسېږي.

د رادارونو د نصب چارې چې د بودجې د نشتوالې له امله ځنډېدلې وې اوس بیا پیل شوې دي او ډېر ژر به په ټول هېواد کې د رادارونو د نصب چارې پای ته ورسېږي او ورسره به د هېواد له فضا څخه د غیر قانوني الوتنو مخه ونیول شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

ښادمن علمي خزانه؛ د نوښتونو خزانه | غني حسن

د ۲۰۱۸ کال پر څلرمه میاشت په کندهار کي یو علمي، فرهنګي، ادبي، تعلیمي او تحصیلي مرکز تاسس سو، او نوم ئې (ښادمن علمي...