یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهکندهار کې ماین چاودنې پنځه ملکیان وژلي

کندهار کې ماین چاودنې پنځه ملکیان وژلي

تاند(پنج شنبه، د عقرب ۸) د کندهار ولایت په میوند ولسوالۍ کې سړک غاړې ماین چاودنې پنځه ولسي وګړي وژلي دي.

د کندهار ولایت د والي ویاند جمال بارکزي رسنیو ته ویلي چې په دې چاودنه کې د درېیو ماشومانو او یوې ښځې په ګډون پنځه ملکي وګړي وژل شوي او یو بل ټپي شوی دی.

بارکزي زیاته کړې، دا پېښه تېره شپه سرکاریز سیمه کې پر یو زرنج باندې د سړک غاړې ماین چاودنې له امله رامنځته شوې ده.

د والي ویاند د پېښې پړه پر طالبانو اچولې ده خو یادې ډلې تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

1 COMMENT

  1. It looks like the Taliban are made of more than one single group. Some Taliban commanders living in Afghanistan do not agree with their Qatar representatives. Taliban took the lives of 5 innocent muslims and they are justifying these murderer actions on the Holy Quran and Mohammad’s(PBH) teachings. I do not understand what type of Islam are they talking about?

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب