یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهولسمشر غني یو ځل بیا پر طالبانو غږ وکړو چې د افغانانو...

ولسمشر غني یو ځل بیا پر طالبانو غږ وکړو چې د افغانانو غوښتنه ومني او سوله دې وکړي

تاند(پنج شنبه، د عقرب ۸) ولسمشر غني یو ځل بیا له طالبانو وغوښتل چې د افغانانو غوښتنه ومني او د جګړو پر ځای مذاکراتو ته ادامه ورکړي.

نوموړي چې نن یې په ملي دفاع وزارت کې د نبوي میلاد د نمانځنې په مناسبت په جوړو شوو مراسمو کې ګډون کړی و، وویل افغانان مسلمان دي او دلته د مذهب او دین تر عنوان لاندې د جګړې دوام غیر شرعي دی.

ولسمشر غني زیاته کړه طالبان دې ددې مبارکې ورځې په مناسبت له جګړو لاس په سر شي او مذاکرات دې چټک کړي.

نوموړي یو ځل بیا ټینګار وکړ چې افغانستان یو اسلامي نظام لري او افغان وسله وال ځواکونه د اسلامي نظام په دفاع کې جګړه کوي.

ولسمشر غني د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو زړورتیا وستایله او په خبره یې افغانستان هېڅ وخت د ترهګرۍ د تولید مرکز نه و، بلکې تل ترهګري له بهره راوړل شوې او د افغانانو د بربادۍ سبب شوې ده.

ولسمشر غني یو ځل بیا د محراب او ارګ ترمنځ د فاصلې پر ختمولو ټینګار وکړ.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب