یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهد کندهار په ارغنداب کې خونړیو جګړو د خلکو ژوند له ګواښ...

د کندهار په ارغنداب کې خونړیو جګړو د خلکو ژوند له ګواښ سره مخ کړی دی

د کندهار د ارغنداب ولسوالۍ اوسېدونکي وایي چې له څو ورځو راهیسې په دې ولسوالۍ کې د طالبانو او افغان پوځیانو ترمنځ خونړۍ جګړه نښتې ده چې له امله یې دوی د کورونو پرېښودو ته اړ شوي دي.

دوی وایي چې له سختو ستونزو سره مخ دي، مخابراتي شبکې غیر فعال شوې دي، موټرونو ته د تګ راتګ اجازه نه ورکول کېږي، نو دوی اړ دي چې ساعتونه له خپلو ښځو او ماشومانو سره پلی مزل وکړي.

بل خوا د کندهار امنیتي چارواکي وايي ،د دې ولایت په ارغنداب ولسوالۍ کې د وسله والو طالبانو پرضد عملیات پیل شوي.

د کندهار د امنیه قومندانۍ ویاند جمال ناصر بارکزي رسنیو ته وویل، چې دغه عملیات د ارغنداب ولسوالۍ د بابرو، دلاهور او چهارغولبې په سیمه کې پیل شوي دي.

د بارکزي په وینا ،وسله وال طالبان د ملکي خلکو په کورنو کې پټ دي او امنیتي ځواکونه د ډیر احتیاط څخه کار اخلي.

بارکزي د افغان ځواکونو او وسله والو طالبانو د تلفات په اړه معلومات ورکړې نه دي.

خو ځینې امنیتي سرچینې چې نه غواړي نوم یې خپور شي رسنیو ته ویلې، چې افغان ځواکونو خپلې درې پوستې، پرته له مقاومت څخه وسله والو طالبانو ته خوشي کړي.

بلخوا د ارغنداب د امنیتي وضعیت د ارزوني لپاره د ملي اردو لوي درستیز سترجنرال محمد یاسین ضیاء او د کورنیو چارو وزارت ارشد معین ستر پاسوال عبدالصبور قانع کندهار ته رسیدلي دي.

وسله والو طالبانو د جګړې مسوولیت منلی، د درو پوستو د سقوط او یوولسو افغان ځواکونو د مرګ ژوبلي ادعا کوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب