Homeخبرونهافغانستان او ایران د سوادګریزو اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

افغانستان او ایران د سوادګریزو اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

تاند(پنج شنبه، د عقرب ۸) افغانستان او ایران د انرژۍ او سوداګرۍ په برخه کې د اړیکو پر پراختیا خبرې کړې دي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت په یوه خپره کړې اعلامیه کې راغلي چې د بهرنیو چارو سرپرست وزیر حنیف اتمر د ایران د انرژۍ له وزیر رضا اردکانیان سره تلیفوني خبرې کړې دي.

دواړو لورو د اقتصادي، سوداګریزو او امنیتي همکاریو، د تخنیکي مرستو د پراختیا، د متخصیصیونو د ظرفیت لوړونې پر پروګرامونو او نورو مهمو مواردو بحث کړی دی.

دواړو لورو همدا راز د هرات او خواف رېل پټلۍ د پرانیستې پر مراسمو هم خبرې کړې دي.

ایران ویلي چې دوی له افغانستان سره د اړیکو پراختیا ته لېواله دي او ددغه هېواد د سولې په پروسه کې هم پوره همکاري کوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

میتن (متهن) چکرورتي: د وړیا خوړو لپاره مې په محفلونو کې نڅا کوله

تاند (سې شنبه، د تلې/ میزان ۷ مه) د بالیووډ مشهور اداکار میتن چکرورتي د خپل هنري ژوند د لومړیو ورځو د ستونزو په...