یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهخلیلزاد او سکاټ مېلر له ملا برادر سره کتلي دي

خلیلزاد او سکاټ مېلر له ملا برادر سره کتلي دي

تاند(پنج شنبه، د عقرب ۸) زلمي خلیلزاد په دوحه کې د طالبانو له سیاسي مرستیال ملا برادر سره کتلي دي.

د طالبانو د قطر دفتر ویاند ډاکټر نعیم وایي چې دواړو لورو په دې لیدنه کې پر بېلو مسایلو خبرې کړي دي.

هغه وایي چې د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد، په افغانستان کې د ناټو ځواکونو عمومي قومندان جنرال سکاټ مېلر او ورسره مل پلاوي له ملابرادر سره پر بېلو مسایلو بحث کړی دی او ټینګار شوی چې د دوحې هوکړه باید عملي شي.

د هغه په خبره د توافقنامې د ماتې پر عواملو او دغه راز د تاوتریخوالي د ډېرېدو پر علت هم بحث شوی دی.

ډاکټر نعیم وایي د دوی د تاوتریخوالي د ډېرېدو لاملونه دا دي چې حکومت پر خوشې شوو بندیانو چاپې وهي، تهاجمي بریدونه کوي، زندانیان ځوروي او د طالبانو جسدونو ته سپکاوی کوي.

ډاکټر نعیم ددې غونډې په اړه لا ډېر معلومات نه دي ورکړي او نه هم زلمي خلیلزاد په دې اړه څرګندونې کړې دي.

خلیلزاد له ناروې دوحې ته د سفر پر مهال ویلي وو چې دواړه لوري باید په افغانستان کې تاوتریخوالی کم کړي او مذاکرات دې چټک کړي.

هغه د مذاکراتو د چټکتیا په موخه دوحې ته تللی دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب