یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهملګري ملتونه: طالبان لا هم له القاعده شبکې سره نږدې اړیکې لري

ملګري ملتونه: طالبان لا هم له القاعده شبکې سره نږدې اړیکې لري

تاند(پنج شنبه، د عقرب ۸) د ملګرو ملتونو یوه لوړپوړي چارواکي له رسنیو سره په خبرو کې ویلي دي چې طالبانو له امریکا سره د سولې هوکړه تر دې مه نه ده عملي کړې او لا هم له القاعده شبکې سره پیاوړې اړیکه لري.

په ملګرو ملتونو کې د القاعده شبکې، داعش ډلې او طالبانو د څارنې د ډلې دغه لوړپوړي غړي له بي بي سي انګلیسي سره په خبرو کې ویلي، طالبان به هېڅ وخت له القاعده شبکې سره خپلې تاریخي اړیکې خرابې نه کړي او دغه دواړه ډلې په ډېره لوړه کچه اړیکې لري او په خپلو کې سلا مشورې کوي.

سرچینه همدا راز له طالبانو سره د پاکستاني جنګیالیو اړیکې هم پیاوړې بولي او په خبره یې په دې وروستیو کې ځینې پاکستاني جنګیالي د طالبانو په غوښتنه افغانستان ته تللي دي او دوی ته ویل شوي چې له افغانستان بهر به جګړې نه کوي.

ملګري ملتونه داسې مهال دا څرګندونې کوي چې څه موده وړاندې په قطر کې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې بین الافغاني خبرې پیل شوي دي خو تر اوسه یې کومه نتیجه معلومه نه ده

وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه غبرګون نه دی ښودلی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب