جمعه, نوومبر 22, 2024
Homeداسې هم شتهد نړۍ هغه ۸ ځایونه چې امنیت یې په کلکه ساتل کیږي

د نړۍ هغه ۸ ځایونه چې امنیت یې په کلکه ساتل کیږي

لیکوال سوهاس

ژباړن: عبدالله ریحان

نړۍ ډيره عجيبه او له رمزونو ډکه ده. که څه هم ځینې خورا لوی رمزونه د زیاتو امنیتي دیوالونو شاته پراته دي. دا ۸ ځایونه په نړۍ کې ترټولو درانه خوندي ځایونه دي. دوی به ممکن له بیرون څخه عادي ښکاري، خو حقیقت یو بل څه دی.

  • ADX PRISON / اې ډي اکس زندان

تاسې پوهیږئ چې دا په نړۍ کې د ځینو خورا مطلوبو خلکو کور دی. که تاسې له چا پوښتنه وکړئ، چې د ځمکې پر سر دوزخ لیدل غواړم، دوی به حتمآ تاسې ته ووايي چې تاسې  د  ADX زندان ته لاړشئ او دوزخ په خپلو سترګو وکورئ.

د  امریکا متحده ایالاتو په کولوراډو، ایالت کې موقعیت لري، دا زندان د نړۍ ترټولو خوندي ځای دی. د ADX  په دروازه ۴۰۰ بندیان ننوتلي. او تراوسه څوک نه دی توانیدلی چې ترې وتښتي.

2.  هوېنکو  شرکت/ HAVENCO

ایا تاسې د 2000 شرکت هوېنکو / HAVENCO په اړه څه اوریدلي دي؟ دا د سوفولک، ساحل ختیځ انګلستان کې د سیندلینډ په نوم یو ځای کې موقعیت لري، چې د مایکرونشن  یا هغه سیاسي اداره ده چې د نورو خپلواکه دولتونو لخوا نا پیژانده نومول کیږي. دا شرکت د دوهم نړیوال جنګ په جریان کې جوړ شوی، چې د ځمکې د حقونو ادعا کوي. یاد شرکت په ۲۰۰۸ کال کې ټول فعالیتونه په پټه توګه بند کړل. پداسې حال کې چې دا شتون لري، دا په نړۍ کې د ډیټا / مالوماتو د راټولولو د خوندي ځای په توګه پیژندل کیږي.

همدا سبب دی، چې دغه ځای ته د مالوماتو د مهاجرت نوم هم ورکړل شوی دی.

3.  وسپنیز غر / IRON MOUNTAIN

وسپنیز غر یا IRON MOUNTAIN د متحده ایالاتو ترټولو پټه معلوماتي اداره ده،  چې په ۱۹۵۱ کې د هرمن کانسټ تاسیس کړې،  په نړۍ کې تر ټولو خوندي سیسټمونه  او ډیر زیات سیکورټي سرټيپکټ یا کوډونه لري. په بوسټن، مساچسټس کې موقعیت لري.

دغه اداره د معلوماتو ړنګولو، د معلوماتو بېرته ترلاسه کولو او بیا رغولو خدمات ترسره کوي، چې په نړۍ کې د ښه مدیریت مثال یادیږي ۲۴۰۰۰ اداري کارکوونکي لري. په ټوله نړۍ کې د ۱۰۰۰ فرچون شرکتونو په شمول له ۲۲۰۰۰۰ څخه ډیر پیرودونکي لري.

4. د متحده ایالاتو مرکزي بانکداري / FEDERAL RESERVE BANK

د متحده ایالاتو مرکزي بانکداري سیستم، فدرال مرکزي بانک په ۱۹۱۳ کې تاسیس شوی. له یوې پیړۍ (اولا هم ډیر) وروسته، له اړتیا پرته باید ووایو چې دا بانک په نړۍ کې یو له خوندي ځایونو څخه شمېرل کیږي. د نړۍ د سرو زرو زېرمې لري د سړک له سطحې څخه ۸۰ فوټه لوړ دی.  دا ځای هغومره زړه راښکونکی دی چې تاسې یې په اړه څومره فکر کولی شئ.

                   

  • فورټ ناکس فوځي اډه/ FORT KNOX

فورټ ناکس د امریکا  په کنټاکي ایالت کې د پوځ ستره اډه ده. په  ۱۰۹۰۰۰جریبه ځمکه کې جوړه شوې ده. نوموړې قرارګاه کې د اردو د بشري سرچینو خدمات هم ترسره کوي. د امریکا د انقلابي جنګ لومړی وزیر، هنري ناکس په ویاړ نومول شوې، تر ۲۰۱۱ کال پورې د متحده آیالاتو د اردو د روزنې ښوونځی و. باید ووایو، چې دا د نړۍ ترټولو خوندي ځای دی!

6. د ې امریکا دې  هوایي بریدونو دې ازموینې او روزنې سیمه / AREA 51

د ازموینې او روزنې سیمه، چې د امریکا په  نیواډا ایالت کې موقعیت لري، د متحده ایالاتو د هوایي ځواک دغه تاسیسات په رسمي ډول د اسانو د روزونکو د سمندر په نوم یادوي. دلته هوایي بمباري د ازموینې په موخه ترسره کیږي.  په ۱۹۵۵ کې د متحده ایالاتو د دولت لخوا دا سیمه جوړه شوې ده. د سخت امنیتی دریځ له امله، د دغه ځای  او فعالیتونو په اړه  خورا  لږ مالومات شته. نوموړی ځای د نړۍ تر ټولو خوندي ځای دی.

  • د قیامت لپاره د تخم صندوق / DOOMSDAY SEED VAULT

ناروې هیواد په یوه داسې پلان کار کوي، چې په نړۍ کې د لوږې د احتمال له رامنځته کیدو مخکې هر ډول تخم ذخیره کړي. جالبه نه ده؟ د ناروې شمالي قطب ترمینځ، په هغه ځای کې چې د سپټسبرګین په نوم یادیږي یو لوی خوندي صندوق جوړ کړی، چې د یخ غره په منځ کې موقعیت لري. د نړۍ له ګوټ ګوټ څخه یې د خوراکي محصولاتو ۹۳۰۰۰۰ ډوله تخمونه ورته راټول کړي دي. د صندوق له دروازې په ۱۵۰ میتره اوږد تونل کې چې په غره کې کیندل شوی ساتل کیږي. یاد  ځای ډیرسوړ دی او د نړۍ ترټولو خوندي ځای دی.

  • د انګلینډ بانک – د سرو زرو صندوق / ANK OF ENGLAND – GOLD VAULT

د انګلستان بانک په نړۍ کې د سرو زرو دوهمه لویه زیرمه یادیږي. لومړی د نیویارک فدرالي زیرمه ده. ۴۰۰۰۰۰ سرو زرو ښښتې لري، چې له 200 ملیارد ډالرو ډیر ارزښت لرونکي دي. دا خو مالومه خبره ده چې دا ځای به ډير خوندي وي.

د خلکو لاسرسی ورته هیڅ نه کیږي. ملکه او شهزاده، چارلس یو ځل له یاد بانک څخه لیدنه کړې. په ۳۲۰ کالو کې ترې هیڅ غلا نه ده شوې. په هرصورت، یوځل یو کارګر، چې د یا بانګ لاندې یې کار کاوه، هلته لاره وموندله، مګر هغه هیڅ شی غلا نکړل او یوازې یې د بانک ساتوونکو ته نیمګړتیا څرګنده کړه، د بانک مسؤلو کسانو هغه ته د 800 یورپه ارزښت یو څه سره زر ډالۍ کړل، نن ورځ هغه سره زر  80،000 یورو ارزښت لري.

دا هم په نړۍ کې خوندي ځای بلل کیږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب