شنبه, مې 18, 2024
Homeخبرونهملګري ملتونه: تخار کې د ۱۲ ماشومانو د وژل کېدو په اړه...

ملګري ملتونه: تخار کې د ۱۲ ماشومانو د وژل کېدو په اړه پلټنه کوو

تاند(جمعه، د عقرب۲) ملګري ملتونه وايي، په تخار ولایت کې پر یوې مدرسې د هوايي بريدونو له امله د ١٢ ماشومانو د وژلو په اړه څېړنه کوي.

په کابل کې د ملګروملتونو دفتر ویلي، چې د ترسره شوي برید په اړه د دوی د روانو پلټنو پایلې به له بشپړېدو څخه وروسته په ډاګه کړي.

د تخار د والي وياند جواد هجري وايي دغه برید چې وړمه ورځ له غرمې وروسته د مرکز اړوند د هزاره قشلاق په قلبرس سيمه کې پر یوې مدرسې وشو پکې د نجونو او ماشومانو په ګډون ۱۲ کسان وژل شوي او ۱۴ نور ټپیان دي.

خو د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح په دغه برید کې د ماشومانو وژل کېدل رد کړي دي.

نوموړي ویلي، په دغه برید کې هغه کسان په نښه شوي دي چې امنیتي سرتیري یې وژلي وو.

د ملي دفاع وزارت لخوا هم یوه ډله ګمارل شوې چې د ملکي تلفاتو د ادعاوو په اړه پلټنې وکړي.

1 COMMENT

  1. ملګری ملتونه:
    په افغانستان کې ملګری ملتونه ګونګ ، بې کفایته ،بې لاس اوپښو، اوکمزوری ښکاری . کوم استاذی چې هلته اوسیږی هغه ځپلې شپې سبا کوی او خپل دالر او ګټې غنیمت بولی. خو دلته د بشر د حقوقو په نوم بله ډله هم شته یو ه د شعله ای سیما سمر ډله ، بله دناهید فرید د پارلمان افه ګۍ چې څو ورخې مخکې یی دپارلمان به ټاپه کړی مکتوب کې د امریکې کانګرسمنې نانسی پلوسی او دجمهور ریس ترمپ معاون مایک پنس ته استولی وه ډیر شکایت یې کړی دی دراوا ډله هم فعاله ده .امرالله موتر شوی په بې شرمانه توګه د معصومو ماشومان کیسې ته بله بڼه ورکوی. خو وګورو چې همدا ملګری په دې برخه کې څه ډول عدالت څخه کار اخلی او ددوی نهایی پریکړه څه ده؟ په ملګرو ملتو کې دافغانستان دایمی سفیره دان جی او پخوانۍ غړې کومې بلې سیارې ته تللې نه وی!!! دوي خو دهلمند له کدوالو او ماشومانو سره هیح نه دی کړی. خو بیا به ګورۍ چې جایزه به همدغه جاسوسان اخلی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب