یکشنبه, مې 19, 2024
Homeخبرونهاروپايي ټولنه:.د سولې خبرو د بریا لپاره لازم وخت ته اړتیا ده

اروپايي ټولنه:.د سولې خبرو د بریا لپاره لازم وخت ته اړتیا ده

تاند(جمعه، د عقرب ۲) اروپايي ټولنه وايي هغه وخت رارسېدلی چې د افغانانو ترمنځ خبرو ته درناوی وشي او باید د دې خبرو یوې ښې پایلې او بریا ته باید لازم وخت ورکړل شي.

رولاند کوبیا پر خپل ټویټر لیکلي چې دا خبرې د افغانانو په مشرۍ او مالکیت ترسره کېږي او هېڅ بهرنی پکې ‌نشته.

کوبیا وړاندې لیکي، دا وضعیت به تر هغه وخت دوام وکړي چې دواړه لوري په ګډه له بهرنیانو څخه مرسته وغواړي.

د اروپايي ټولنې استازی دا څرګندونې داسې مهال کوي چې د افغانستان حکومت او طالبانو مرکچي پلاوي له څه باندې ۴۰ ورځو راهیسې په دوحه کې دي، خو تر اوسه ‌یې د مذاکراتو د اجنډا پر طرزالعمل موافقه نه ‌ده کړې او په عین حال کې په جګړو کې هره ورځ خلک وژل کېږي.

دې وضعیت خلک خورا زیات اندېښمن او بې‌ حوصلې کړې دي.

https://taand.net/%da%a9%d8%a7%d8%a8%d9%84-%da%a9%db%90-%d8%af-%d9%81%d8%b1%d8%a7%d9%86%d8%b3%db%90-%d8%b3%d9%81%d8%a7%d8%b1%d8%aa-%d9%88%d8%a7%d9%8a%d9%8a%d8%8c-%d9%be%d9%87-%d8%a7%d9%81%d8%ba%d8%a7%d9%86%d8%b3%d8%aa/

په کابل کې د فرانسې سفارت وايي چې د روانې جګړې ډیری قربانیان ملکي وګړي دي، نو د ښکیلو لوریو په ځانګړي ډول د طالبانو له لوري روان تاوتریخوالی د منلو وړ نه دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب