یکشنبه, مې 19, 2024
Homeخبرونهصالح: په تخار کې ماشومان نه، هغه کسان په نښه شوي چې...

صالح: په تخار کې ماشومان نه، هغه کسان په نښه شوي چې افغان سرتېري یې وژلي وو

تاند (پنجشنبه د عقرب ۱) د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح هغه راپورونه رد کړل، چې ګنې تخار کې پر جومات د هوايي برید په ترڅ کې دې ماشومان او ملکي وګړي وژل شوي وي.

امرالله صالح نن پنجشنبه پر خپله فېسبوک پاڼه لیکلي، چې د تخار په ننني هوايي برید کې ملکي وګړي او ماشومان نه؛ بلکې هغه کسان وژل شوي چې پرون یې دلته افغان سرتېري وژلي و.

نوموړي لیکلي: « موږ سره داسې ثبوت شته چې انکار ترې نشي کېدلی، له هغو کسانو سره به قانوني چلند وشي چې له اوازې یې د خبرونو سرټکي جوړ کړي، ما دا ثبوت په خپله لیدلی او په اخلاقي او دولتي صلاحیت مې دا خبره لیکلې، ډاډه واوسئ.»

امرالله صالح دغه څرګندونې وروسته له دې کړي، چې نن د تخار سیمه ییزو چارواکو هم تایید کړه، چې د دې ولایت د بهارک ولسوالۍ اړوند د هزاره قرلق په نوم کلي کې پر یوه جومات برید شوی دی.

چارواکو ویلي چې دغه برید په تېروتنې سره تر سره شوی او ۱۲ ماشومان پکې وژل شوي او ۱۴ نور ټپیان دي.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد هم پر خپل ټوېټر لیکلي، چې په دې برید کې د مدرسې هغه ماشومان وژل شوي او ټپیان دي، چې په زده کړو بوخت ول او جومات هم له منځه تللی دی.

د یادونې وړ ده چې تېره ورځ د تخار په بهارک ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو او طالبانو تر منځ جګړه کې ګڼ شمېر افغان سرتېري ووژل شول.

د ځايي سرچینو په وینا دغه نښته د بهارک ولسوالۍ په سپین جومات سیمه کې رامنځته شوې چې نږدې ۷۰ سرتېري د طالبانو د سرې قطعې په کمین کې وژل شوي دي.

خو د تخار د عامې روغتیا رئیس سید عبدالقیوم ویلي، چې ددغه ولایت مرکزي روغتون ته د پېښې له ځایه د امنیتي ځواکونو ۳۷ جسدونه او ۸ ټپیان لېږدول شوي دي.

طالبان هم په دغه نښته کې ګڼ شمېر کمانډو ځواکونو ته د مرګژوبلې اړولو ادعا کوي.

2 COMMENTS

  1. ایا څوک شته چه له دی کس نه وغواړی چه ثبوت وړاندی کړی. والی وایی ماشومان او د کلی ملا وژل سوی، بین المللی اخبارونه د ملا او کوچنیانو د قتل خبر ورکوی او دا سپین سترګی د درواغو ګوډی بیا وایی چه مونږ تالبان وزلی. هو که چړیان یی وژلی دی خو سوال دا ده چه په کوم منطق هر تالب او چړی او ملا باید ووژنی. دا تنها د ستالین د فکر خاوندان منلای سی نور نه.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب