یکشنبه, مې 19, 2024
Homeخبرونهکابل کې د فرانسې سفارت وايي، په افغانستان کې د جګړې دوام...

کابل کې د فرانسې سفارت وايي، په افغانستان کې د جګړې دوام د منلو نه دی

تاند (پنجشنبه د عقرب ۱) په کابل کې د فرانسې سفارت وايي چې د روانې جګړې ډیری قربانیان ملکي وګړي دي، نو د ښکیلو لوریو په ځانګړي ډول د طالبانو له لوري روان تاوتریخوالی د منلو وړ نه دی.

یاد سفارت په یوه ټوېټ پیغام کې په تخار ولایت کې پرونۍ پېښه چې پکې لسګونه امنیتي سرتېري ووژل شول، غندلې او له طالبانو یې غوښتي چې جګړې ودروي او د سولې لپاره هڅې زیاتې کړي.

په قطر کې د حکومت او طالبانو تر منځ د سولې خبرو له پیلېدو سره سم په هېواد کې جګړو زور اخیستی، چې د افغان ځواکونو او طالبانو ترمنځ نښتو کې ډېره مرګژوبله امنیتي سرتېرو او ملکي وګړيو ته اوړي.

که څه هم طالبانو ژمنه کړې وه چې په لویو ښارونو به بریدونه نه کوي، خو دې ډلې په ډېرو ولایتونو کې خپلې حملې زیاتې کړي دي.

د لښګرګاه په ښار چې له امله یې شاوخوا ۴۰ زره کسان بې سرپناه شول او د تخار په بهارک ولسوالۍ د طالبانو له لوري د بریدونو زیاتوالی یې ښکاره بېلګې دي.

ولسمشر غني هم تېره ورځ ولسي جرګې ته د نوماند وزیرانو په معرفت غونډه کې وویل، چې د نړۍ ډېری هېوادونه د سولې، خپلواک، متحد او ولسواک افغانستان په خاطر له افغان دولت سره همغږي دي.

اشرف غني دغه راز زیاته کړه چې د طالبانو له لوري روانه جګړه شرعي دلیل نه لري او زیاته یې کړه چې دا ډله به د جګړې په ډګر کې بریالۍ نه شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب