جمعه, اکتوبر 18, 2024
Homeمقالېد عامې روغتیا وزیر خپلې چارې د وزارت د رسمي مامورینو په...

د عامې روغتیا وزیر خپلې چارې د وزارت د رسمي مامورینو په ځاي په مشاورینو اداره کوي

یادونه: څه موده مخکې ما په تاند وېب سایټ کې د افغانستان په روغتیا وزارت کې د شته فساد او بې عدالتۍ په رابطه یوه اوږده لیکنه ولوستله. زه د هغې لیکنې په تایید غواړم چې د ګرانو لوستونکو په معلوماتو باندې یو څه نور هم ور اضافه کړم او په لاندې ډول یې شریکوم.‌ (ډاکتر عبدالله روان)

——

په تیرو څو کالونو کې د سیاسي کشمکشونو له امله د عامې روغتیا وزارت له بده مرغه  د عامې ناروغتیا په وزارت بدل شوی لکه د وزلوبې وزه د سیاسي کشمکشونو په نتیجه کې دې ته  نه دی پاته سوی  چې یو درست صحي سیستم د هیواد په کچه رامنځ ته کړي.

خو بیا هم د ډونرانو په مرسته څه نا څه د عامې روغتیا وزارت ځینې ډيپارټمنټونه او ریاستونه نسبتا مناسب کار کوي چې یو مالګې اوبه سیسټم ورته ویلی سو.

د وروستیو معلوماتو پر اساس د عامې روغتیا نوي وزیر جواد عثماني د خپل تقرر له ورځې ددې لپاره چې خپل صلاحیتونه زیات کړي په ځینې اقداماتو یې لاس پورې کړی چې دا موجود سیسټم یې هم ګرد سره شړولی دی.

تر ټولو لومړی دا چې قانون سرپرستو وزیرانو ته د پرسونل د تقرر صلاحیت نه ورکوي او اکثریت پوستونه د پي ار ار او سي بي ار د پروسې نه تیر شوي او وزیر یې پرته له یوې شفافي او دقیقي توجیه نه شي بدلولی نو په نامستیم ډول يې په خدمتي پوستونو کې په تقرر شروع کړې ده.

هر هغه پوزیشن ته چې وزیز وغواړي خپل سړی ورولیږي نه فقط لاندې متن ورته ولیکي :

جهت بهبود بهتر خدمات صحي فلاني از فلاني بست بصورت خدمتي به فلان بست معرفي ګردید.

دا نو بیا معلومه نه وي چې د صحي خدماتو کوم بهبود؟ بس نو یو موثر سړی به واخلي تبدیل به یې کړي او خپل یا د خپلو ورونو انډیوال به په مربوېه پوزیشن کې مقرر کړي.

په دې ډول جواد عثماني د خپل راتګ له ورځې تر اوسه پورې نږدې درویشت پوزیشنونه بدل کړي چې اکثریت یې ډیر مهم ریسان دي.

بله دا چې د عامې روغتیا نوي وزیر د خپل راتګ سره سم پنځلس کسه مشاورین ځان ته مقرر کړي او د اکثریتو عمومي ریسانو، ریسانو او حتی معینانو صلاحیتونه یې د مکتوبونو په ذریعه خپلو مشاورینو ته انتقال کړي. نو په حقیقت کې په عامې روغتیا وزارت کې یو نوی وزارت روان دی.

دا او دې ته ورته ډير کارونه چې روان دي د سیستم په خیر نه دي. تر ټولو مهمه خبره خو لا داده چې د عامې روغتیا نوي وزیر د  پځواني وزیر نه په تقلید سره خپل ورور د خپل سکرټر عبیدي سره څنګ ته کینولی دی. د وزیر صاحب  وررو له سکرټریته ریس ته زنګ ووهي چې: فلاني ریس صاحبه  بګوید که جناب وزیر صاحب شما ره خواسته!

کله چې ریس ورشي نو ورور یې ورته وايي چې دا کار داسې کړه هغه کار هغسې. نو که ریس جرات ولري او ورته ووايي چې تا خو زه د وزیر په نوم راغوښتی وم نو د وزیر ورور نو بیا ورته وايي: خو مه که بریت ګفتم فکر کن که وزیر صاحب بریت ګفته.

په هر حال خدای دې وکړي چې که د پارلمان په وکیلانو کې یو څو تنه هوښیاران وي نو چې لږ تر لږه خو په راروانو ووټونو کې دې موضوع هم پام وکړي او که نه رادې شي سر له سبا دې عملا وګوري چې د وزیر په سکرتریت کې د وزیر ورور څه کوي. او لږ تر لږه دې یو څوک پیدا شي د وزرات معینان یا ریسان دې په نا مستقیم ډول وپوښتي.

په درنښت

یادښت: تاند د لیکوالانو او مینه والو نظر نه تاییدوي نه یې ردوي. د ادعاوو سپیناوی د لیکوالو پر غاړه دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب