یکشنبه, سپتمبر 29, 2024
Homeمقالېټرمپ دوهم حفیظ الله امین | عبدالروف لیوال

ټرمپ دوهم حفیظ الله امین | عبدالروف لیوال

د طالبانو د واکمنۍ پرمهال، موږ سره په پیښور کې یو استاد و، چې هرورځ به يې حفیظ الله امین ته کنځلې کولې یوه ورځ سرمعلم صاحب عبدالله خان (یاد یې په خیر) ترې وپوښتل:

اُستاده په دې ټولو لیډرانو کې ولې حفیظ الله امین ته کنځل کوې؟

هغه په ځواب کې عبدالله خان ته داسې وویل [در افغانستان اشخاص مختلف در عرصه های مختلف، خیانتهای را مرتکب شدند، کسی اختلاس نموده، کسی به  اخاذی غیرقانونی (رشوه) پرداخته، کسی هم غصب نموده وغیره، ولې حفیظالله امین درکشتار خیانت نموده وبه آن تعدادی که وعده نموده بود(یعنی دو میلیون سکیولار باید زنده میماند و دیګران همه سر به نیست می شدند) وفاداری نه کرد، اگر آن دو میلیون سکیولار می ماند و دیګران سربه نیست میشدند، حال چرا به این مشکلات مواجه می بودیم]

یو کال دمخه ټرمپ هم ویلی و((زه کولای شم د لس میلیونو افغانانو په وژنه، افغانستان بالکل امن کړم))

په دې ورځو کې بیا هم ښاغلی ټرمپ داسې تابیا نیولې که چیرې افغانستان ته د پاکستان او قطر له لارې سوله رانشی، نو د څو اټوم بمونو په واسطه به وکولای شي چې نړۍ له دې ناسور ټپ نه خلاصه کړي او جهان به په امن شي.

یو وړوکی شانته پاکستان ګوټی به په سیمه کې د Afghan Federation of Pakistan په نوم وزیږوي، په دې توپیر چې دا فدریشن به خاص خلک په لاس کې لري او دواک په ګدۍ به ناست چړچې کوي.

یاربه! زموږ ولس نو، نور له دې میر غضبانو خلاص کړې.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب