یکشنبه, مې 19, 2024
Homeخبرونهد ولسي جرګې رئیس د یو لوړ پوړي پلاوي په ملتیا پاکستان...

د ولسي جرګې رئیس د یو لوړ پوړي پلاوي په ملتیا پاکستان ته سفر کوي

تاند (پنجشنبه د عقرب ۱) د افغانستان لپاره د پاکستان د لومړي وزیر عمران خان ځانګړی استازی صادق خان وایي، چې د افغانستان د ولسي جرګې رئیس میر رحمان رحماني هغه هېواد ته ور روان دی.

نوموړي پر خپل ټوېټر لیکلي میر رحمان رحماني به سبا جمعه د افغان پارلمان د یوه لوړ پوړي پلاوي په مشرۍ هغه هېواد ته سفر وکړي.

هغه زیاته کړې چې په دې پلاوي کې به د رحماني په ګډون د پارلماني کمېټو ۵ رییسان، د پارلمان ګڼ غړي، منشي او د ولسي جرګې یو شمېر نور مسؤلان شامل وي.

صادق خان په دې هکله ډېر جزیات نه دي ورکړي، خو تر دې وړاندې د ملي روغې جوړې عالي شورا رئیس او ګلبدین حکمتیار هم پاکستان ته سفرونه کړي دي او د سفر موخه یې تر ډېره د سولې اړوند بحثونه بلل شوي دي.

د چارواکو په دا ډول سفرونو په ځانګړي توګه پاکستان ته د ګلبدین حکمتیار په سفر ګڼ افغانان نیوکې کوي او وايي، چې د افغان سولې په تړاو پاکستان ته د حکمتیار سفر هېڅ ګټه نه کوي.

د راپورونو له مخې د افغانستان د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار په اسلام اباد کې په یوه خبري غونډه کې ویلي، چې افغان حکومت د سولې پر ځای د جګړې دوام غواړي او په دوحه کې یې د سولې روان مذاکرات د حکومت او طالبانو تر منځ بللي دي او زیاته کړې یې ده چې سیاسي ګوندونه څنډې ته پرېښودل شوي دي.

خو افغان حکومت بیا حکمتیار په دې تورن کړی چې سولې ته ژمن نه دی او د جګړې پر دوام ټینګار کوي.

1 COMMENT

  1. دا یو بې ګټې او بې ځایه سفر دی. چې برحاله حکومت شتون لري او کولای شي په روانو مسئلو د مقابل لوري سره خبرې وکړي، بیا نو دې پلاوي ته څه اړتیا ده بې ځایه لګښتونه کوي او وخت ضایع کوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب