چهارشنبه, سپتمبر 25, 2024
Homeخبرونهطالبان په جوزجان کې ماشومانو ته پوځي روزنه ورکوي

طالبان په جوزجان کې ماشومانو ته پوځي روزنه ورکوي

تاند (پنجشنبه د عقرب ۱) د جوزجان ځايي چارواکي وايي، چې ازبکستاني او چچنیايي جنګیالي له طالبانو سره په همکارۍ ددغه ولایت په درزاب ولسوالۍ کې په لسګونو ماشومانو ته پوځي روزنه ورکوي.

د جوزجان د پولیسو قومندان عبدالواحد وجدان پرون وویل چې طالبان له تېر یو کال راپدېخوا د درزاب ولسوالۍ په مغل کلي کې په البخاري مدرسه کې ۵۰ ماشومانو ته پوځي روزنې ورکوي.

د هغه په خبره د درزاب ولسوالۍ له تېر یوه کال راپدېخوا د طالبانو په لاس کې ده او له هماغه وخت راپدېخوا دغو ماشومانو ته روزنه ورکول کېږي.

ښاغلي وجدان زیاته کړه، دغه ټول ماشومان له اتلسو کلونو کم عمرونه لري، چې له حکومتي عسکرو سره د جنګ لپاره روزل کېږي.

خو د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په دې ولایت کې د تروریستي حملو لپاره د ماشومانو د روزنې خبره رد کړې ده.

درزاب د جوزجان یو له ناامنه ولسوالیو څخه ده چې څو کاله پکې داعش ډله مسلطه وه خو اوس دغه سیمه د طالبانو په ولکه کې ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب