Homeخبرونهکندهارکې ماین چاودنې ۲ رومانیایي سرتېري ټپیان کړي

کندهارکې ماین چاودنې ۲ رومانیایي سرتېري ټپیان کړي

تاند ( پنج شنبه، د عقرب ۱) په کندهار ولایت کې د ماین چاودنې له امله ۲ رومانیایي سرتېري ټپيان شوي دي.

د رومانیا دفاع وزارت د دغه خبر د پخلي تر څنګ ویلي چې دا سرتېري په کندهار کې د دوی د مسوولیت په ساحه کې د ځای پر ځای شويو چاودېدونکو توکو د چاودنې په پایله کې ټپیان شوي دي.

سرچینه وایي، پېښه په داسې حال کې رامنځته شوې، چې یاد سرتېري پر ګزمه بوخت وو.

د ټپي شویو سرتېرو روغتیایي وضعیت ښه بلل شوی او تر اوسه د یادې چاودنې پړه کومې وسله ‌والې ډلې پر غاړه نه ده اخیستې.

دا په دوحه کې د امریکا او طالبانو تر هوکړې وروسته لومړی ځل دی چې په افغانستان کې بهرني سرتېري له ورته پېښې سره مخ کېږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

یامي ګوتم: د کمو فرصتونو له امله مې هیماچل پردېش ته د ستنېدو پرېکړه کړې وه

تاند (سې شنبه، د زمري/ اسد ۱۳ مه) د بالیووډ مشهورې فلمي ستورې یامي ګوتم ویلي، د خپل هنري ژوند په یوه سخت پړاو...