وکیل احمد عزیزي
هغه اسماني جسم چې خپله زوروره هستوي ذخیره ولري، ستوری بلل کېږي. هغه بې هستوي ذخیرې جسم یا د لږې هستوي قوې لرونکې کتله چې په ستوري را څرخي او د جاذبې قوې تر اغېز یې لاندي وي، سیاره نومېږي. هغه کلک شیان چې هیڅ ګرمه قوه نه لري او د سیارې په شاوخوا را تاوېږي، سپوږمۍ بلل کېږي.
ټولې سیارې په خپلو منځونو کې او همداراز له لمر سره د یو توازن له مخې پرتې دي. ځمکه هم د دې سیارو په ډول تقریبا له تېرو څلور نیم میلیارد کلونو را هیسي د لمر په شاوخوا طوافونه کوي. مګر په هماغه پخواني موقعیت کې نه ده چې څو میلیارد کاله مخکې وه. سیارې په لمریزه منظومه کې حرکت کوي، نو لمر یې په ضد خپله جاذبه قوه استعمالوي او د ځان خوا ته یې ورکشوي. د لمر د جاذبوي قوې د کشش له سببه سیارې خپل سیخ تګلوری په دوراني بیضوي حرکت بدلوي او مجبورېږي چې د لمر په شاوخوا را وڅرخي. د سیارو حرکت نه دومره ورو دی چې لمر یې ور جذب کړي او نه دومره تېز دی چې بېخي له لمره ځان خلاص کړي، نو له همدې متوسط چلند څخه ځمکه زموږ د ژوند لپاره مساعده شوې ده. لمر د خپلې غټې کتلې له لاسه په فضا کې ښکته تللی دی، په فضا کې یې کډی جوړ کړی دی او ځمکه په همدې کډۍ یا کږه فضا کې په لمر را څرخېږي. مطلب ځمکې په فضا کې کډی نه دی جوړ کړی، بلکي د لمر په وسیله په جوړ شوي کډي کې دورانونه کوي.
لمر د خپلې جاذبې قوې د مخنیوي په پار خپله هستوي انرژي مصرفوي، نو له دې خاطره د لمر قوت، کتله او جاذبه قوه په تدریج سره کمېږي. جاذبه قوه یې ځکه کمېږي چې د انرژي د مصرف له وجې یې کتله کمېږي او د کتلې د کمبود له وجې یې جاذبه قوه کمزورې کېږي. د لمر د جاذبوي قوې کموالی د دې لامل کېږي چې ځمکه ترې لیرې شي! یعني ځمکه په تدریج ډول د لمر له قبضې ځان باسي او لیرې ترې ځي. ځمکه هر کال تقریباً له لمر څخه ۱۵ سانتي لیرې کېږي.
ځینې اسټروفزیکپوهان بیا وایي چې د ځمکې او لمر تر منځ د مد او جذر قوه هم د دې سبب کېږي چې ځمکه له لمره لیرې کېدا ته مجبوره کړي. دوی وایي چې دغه قوه د لمر د جاذبې پر ضد کار کوي، نو له همدې وجې د لمر تاوېدا هم ورو کېدای شي. د لمر د تاوېدا ورو کېدل د هغه د هستوي قوې د کمبود او د مد و جذر د قوو د عمل له وجي پېښېږي. دا ورو کېدا ډېره کمه او تدریجي ده. دا چې لمر خپله هستوي انرژي، کتله، جاذبه او تاوېدا په تدریجي ډول له لاسه ورکوي، نو ځمکه یې خوا ته نه ور نزدې کېږي، بلکي ترې لیرې کېږي. دغه پروسه په ټولو سیارو کې جریان لري.
سپوږمۍ بیا غواړي چې د ځمکې له انحصاره ځان وباسي. د ځمکې او سپوږمۍ تر منځ د مد و جذر قوه د ځمکې او لمر تر منځ د مد و جذر تر قوې ځکه زوروره ده چې سپوږمۍ ځمکې ته نزدې ده. ځکه چې د دو و جسمونو تر منځ د جذب قوه د هغوی د کتلو په نسبت په فاصله پورې زیاته اړه لري، له دې خاطره د نیوټن د جاذبې په فورمول کې واټن مربع دی. د ځمکې او سپوږمۍ تر منځ د مد و جذر قوه په یوه میاشت یو ځل خپل اعظمي حد ته رسېږي، یو وار اصغري اندازې ته ځي او روزانه په ځمکه او سپوږمۍ اغېز کوي. د همدې قوو له وجې او له لمر څخه د ځمکې د لیرې کېدا له خاطره سپوږمۍ هر کال له ځمکې څخه ۳.۸ (درې عشاریه اته) سانتي لیرې کېږي!مطلب سیارې او سپوږمۍ د وخت په تېرېدو سره له یو او بله لیرې کېږي او مالومه نه ده چې چیرته به ځي او برخلیک به یې څه وي!؟
دغه ټول تغییرات تدریجي دي، مګر د یوه دایمي او برخلیک ټاکونکي سفر تیاری یې بللای شو. د ځمکې په منځ او سطحه کې هم د پام وړ بدلونونه روان دي، مثلاً: ځمکه په داخل کې زیاته ګرمه او ویلي مواد پکې متحرک دي، نو له دې وجې ځمکه هره لحظه خپله شعاع زیاتوي، د شعاع د پراخېدا به نتېجه کې ځمکه کشېږي او د کندو، کډیو د پراخېدا او د غرونو د ښویېدا لامل کېږي. همداراز د مد و جذر د قوو له وجې ځمکه پړسېږي او تخته کېږي. ځمکه د په ختیځ او لویدیځ کې د لمر د مستقیمې جاذبوي قوې له وجې اغېزمنېږي او کشېږي. جنوب قطب وتلتوب یا خېټه کوي او شمالي قطب سره ننوزي. ځمکه خپله مقناطسي لیکه هم په تدریجي ډول بدلوي او د دا نورو اغېزو په شمول دا بدلون سبب کېږي چې د ځمکې اوسني جهتونه، شمال، ختيځ، جنوب او لوېدیځ خپل اصلیت له لاسه ورکړي. ځمکه د ویګا ستورې خوا ته د جهت د بدلولو له خاطره د اوږدوالي اوسنی واحد “متر” هم له منځه وړي. دغه ټول بدلونونه په تدریجي ډول دې ته لار خلاصوي چې په ځمکه کې د بادونو او لویو سمندرونو اوسنیو جهتونو ته بدلون ورکړي او د یو اوږد وخت په تېرېدا سره وچې ځمکې په اوبو او اوبه په وچو بدلوي. دا نو لیرې خبرې دي. دغه تغییرات طبیعي او نه کنترولېدونکي دي.نو انسانه دا یو څو ورځې ژوند سم وکړه!
ډېره په زړه پورې لیکنه ده او هیله ده، چې داسې لیکنې به ډېرې ولرې او وکړې. بریالي اوسۍ.
چی مځکی او لمر او سپوږمۍ او……هم یاغیتوب ته ملا تړلی ده نو موږ بیا هم ښه مخلوقات یو
یا نه
چی پکی اوسی په خوی به د هغو سې البته معلومه نه ده چی لومړنی یاغیان موږ یو او که هغوی؟
سلام
دنازا شرکت دراپور او د فزیک د لکچر په ژوندۍ بڼه ویدیو کې( یوازې دانرژی شکلونو او فزیکی تعاملاتو) په استناد . که څه هم هر یو جلا ابجکت دی هریو جلا حجم ،موقعیت او فزیکی توازن لری او دانسا نانو له متداوله سوچ څخه بهر کار او څېړنه ده خو بیاهم که اجازه وی زه به هم یوڅوټکي له تاسې سره شریک کړم
ډيره ښه موضوع او بحث دی خو عنوان یی ویرونکی دی! دلمر ځمکې اوسپوږمۍ په هکله په کلام الله کې دشهاب ثاقب په نوم اوله هغه وروسته دعم یتسالون سوره کې ددې سیارو په هکله معلوما ت شته . دسمندر حرکت دهمدې سیارو اوستورو د انرژی او جاذبې خبره ده نه دبدلون . دفزیک په ډیره مقدماتی برخه کې دغه سیاری په دایمي constant توګه یودول او د variable په وخت کې بیا بل ډول فزیکی تعاملات رامنخ ته کوی یو بشبړ سایکل ملیونه کلونه نیسی :
سپوږمۍ د ځمکې دجاذبې طبیعی ستلایت ده چې حجم یی ۱/۳ ملیونه ځله حجم د خمکې په تناسب ده د.خمکې سیاره د لمر په شااوخوا راحرخی او لمر چې له ګرمو غازاتو او غبار جوړ شوی دخپل مدار په axis راڅرخی.ځمکه اوسپوږمۍ یوازې خاورې او ډبری دی.دواړه دلمر له وړانګو رڼا تر لاسه کوی.دلمر مخ غږ ورکونکی دی اوپه مایلونوڅپې جوړوی.
فزیک لاندې ثبوت نه منی
دمد او جذر قوه یعنی څه؟
سپوږمۍ بیا غواړي چې د ځمکې له انحصاره ځان وباسي.
دغه تغییرات طبیعي او نه کنترولېدونکي دي
نو له دې وجې ځمکه هره لحظه خپله شعاع زیاتوي، د شعاع د پراخېدا به نتېجه کې ځمکه کشېږي او د کندو، کډیو د پراخېدا او د غرونو د ښویېدا لامل کېږي. همداراز د مد و جذر د قوو له وجې ځمکه پړسېږي او تخته کېږي
مالومه نه ده چې چیرته به ځي او برخلیک به یې څه وي!؟ عدم اندر عدم خو بیا فزیک هم نفی کوی