شنبه, سپتمبر 21, 2024
Homeخبرونهد اسلامي علماوو نړیواله اتحادیه وایي افغانستان کې روانه جګړه ناروا اوغیر...

د اسلامي علماوو نړیواله اتحادیه وایي افغانستان کې روانه جګړه ناروا اوغیر اسلامي ده

تاند ( پنج شنبه، د عقرب ۱)  د اسلامي علماوو د نړیوالې اتحادیې مشر شېخ احمد الریسوني په خپله وروستۍ مرکه کې ویلي، چې په ځلونو یې د افغانستان د جګړې په اړه څرګندونې کړې دي او له کلونو راهیسې د افغانستان وضعیت ارزوي.

نوموړي له طلوع نیوز سره په مرکه کې  په افغانستان کې روانه جګړه غیر اسلامي بللې او ویلي یې دي چې  دا جګړه هېڅ ډول شرعي جواز نه لري.

شیخ احمد دغه راز افغانستان کې روانه جګړه مسلمان وژنه بللې او زیاتوي، چې په اسلام کې ځانمرګي بریدونه  هېڅ جواز نه لري .

هغه ویلي: « افغانانو ته په کار ده چې له سیاسي لارو روانه جګړه ختمه کړي، د یوه پیاوړي اسلامي او مدرن افغانستان لپاره سره یو لاس شي او په دې توګه په نړیوالو مسایلو کې فعال او اغېزناک رول ادا کړي.»

تر دې وړاندې د اسلامي هېوادونو د همکاریو نړیوال سازمان او ګڼو نورو دیني بنسټونو هم په افغانستان کې روانه جګړه ناروا بللې ده.

5 COMMENTS

  1. دا به څوک په شیطانستان (چتلستان یعنی پاکستان) او دلالو طالبانو ومني. دوی خو د خدای او رسول له اوامرو او هدایاتو او دانسانی نړۍ له ټولو اوصلو منکر دي. څه ووایو. طالب مشران خو ټول بېريشان تېر شوي. له داسې کسانو دانسانیت تمه غلطه خبره ده. او هغه هم چې سوچه د خره اولاد او بې سواده وي. الله او تر دې هم په شرمو وشرموه.

  2. چې ټول علماء ومني هم چې د طالبانو استادان او د ای ايس ای غلامان پاکستاني شيطانان چې د افغان جګړې لاس وانخلي هېڅ سوله او ارامي نشته.
    افغان دولت بايد پاکستان کې دننه پاکستاني طالبان قوي کړي، منظور پښتين سره مرسته او همداسې د بلوڅ بېلتونپالو ځايونه او تجهيزات ورکړي بيا به پنجابستان خپله وايي چې توبه ده او بس دی دا خلک مو سم کړئ.
    ترڅو چې پاکستان سره بالمقابل سياست ونکړل شي دا ومنئ چې افغانستان به ښه ورځ نه ګوري.

  3. که کافری قواوی و باسی او د هغوی له متابعت نه لاس واخلی، او که د کابل اداره اسلامی قانونونو ته اماده سی بیا به خپله تالبان لیاری ته راسی. زه فکر نکوم الریسونی به یوازی له تالیبانو نه دا غوښتنه کړی وی. د هغوی خبره هم دولت ته او هم تالبانو ته یو خطاب دی. که الریسونی د دولت د جنګ دفاع کړی وی بیا به زه د هغه په باره کی بیرته چرت وهم چه زه ولی په هغه باندی خوشباوره وم او ما ولی د هغه په هکله ښه نظر درلود. زه د هغوی له اکادمیک نظریاتو نه خبر یم او فکر کوم هغه به د زرو په بدل کی خپل ځان نوی خرڅ کړی.

  4. د افغانستان لقمان حاکم محترم طاهر ثابت سلام
    که افغانستان څوک تاسوته په لاس کي درکړي ورسته له څه مودي نه به په افغانستان کي بي له تاسو نه بل هيڅ انسان پري نږدي. ولي چه تاسي د داسي يوه اسلامي قانون غوشتونکي ياسته چه هغه په اسلامي نړی کي چرته نه ليدل کيږي
    ايا په دااوسني حکومت کي که نور هيڅ نه وي د کابليانو په رايه خو جوړ شوي او ټول کابليان مسلمانان ي، د کوم غير اسلامي قوانينو مراعات په کي نه دی شوي؟

  5. که په قرآن عظیم الشان ، حدیثو او اجماع کې کومه خبره د ملا پنجابي ، ملا آی اس آی او د هغو د حرفوي قاتلانو او مزدورانو یعنې ټالبانو په ګټه وه ، دوی یې مني او که احیانا د هغوی پرخلاف وه نو بیا قرآن هم نه مني . د نړۍ د اسلامي عالمانو خبره خو به هېڅکله ونه مني .
    الله تعالی فرمایی :
    (وَالصُّلْحُ خَيْرٌ)
    أَشِدَّاءُ عَلَى الْكُفَّارِ رُحَمَاءُ بَيْنَهُمْ

    وَمَن يَقْتُلْ مُؤْمِنًا مُّتَعَمِّدًا فَجَزَاؤُهُ جَهَنَّمُ خَالِدًا فِيهَا وَغَضِبَ اللَّهُ عَلَيْهِ وَلَعَنَهُ وَأَعَدَّ لَهُ عَذَابًا عَظِيمًا (93)
    اما د ملا آی اس آی په کتاب د مسلمانو ، مظلومو افغانانو او خصوصا د پښتنو عمدي وژل مباح دي .

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب