جمعه, دسمبر 12, 2025
Homeداسې هم شتهساینسد کروندو لپاره روباټ جوړ شو

د کروندو لپاره روباټ جوړ شو

تاند- الفابیټ ایکس کمپنۍ، چې له ۲۰۱۸ م کال راهیسې یې د کرنې د کیفیت د لوړولو لپاره له مصنوعي ذهانت څخه د کار اخیستلو هلې ځلې پیل کړې وې، بالاخره یو روباټ جوړ کړ.

الفابیټ ایکس د سې شنبې په ورځ اعلان وکړ چې د کرنې لپاره یې یو ځیرک روباټ جوړ کړی دی.

په دې روباټ کې راز راز ساوفټویرونه او نور وسایل نصب دي چې د مصنوعي ذهانت، یو شان کولو، چاپېریال پېژندنې او په نورو برخو کې زیاتې وړتیاوې لري.

په روباټ کې ډول ډول سینسورونه هم نصب دي.

د الفابیټ له لوري دا جوړ شوی روباټ په لمریزه انرژۍ کار کوي، په کروندو کې د تېرېدو په مهال هر کرل شوی بوټی څاري چې وده یې څنګه ده او ایا ناروغي یا افت خو به نه لري. دا کار په روباټ کې د نصب شویو سینسورونو او کمرو په مرسته کېږي.

دا څلور ټایره روباټ د خپلو پرېکړو او څېړنو د دقت لپاره د سپوږمکۍ له معلوماتو، د هوا له وړاندوینې، د خاورې په اړه له راټولو شویو معلوماتو او مصنوعي ذهانت څخه کار اخلي.

دا روباټ کروندګرو ته د کرنې د اصولو او د ښه حاصل د اخیستلو چلونه هم ښيي.

د الفابیټ روباټ په کروندو کې دوا هم پاشلی شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د میرمن قمرګلې د تلین په مناسبت د هغې هنر ته کتنه| اسیه محرابي

د ارواښادې مېرمن قمر ګل د درېیم تلین په مناسبت د اغلې محرابي دا لیکنه بیا خپروو. تاند مېرمن قمرګلې له ماشومتوبه د خپلې هنرپالې...