Homeخبرونهامریکا پر ایران او روسیې تور پورې کړ چې سر له اوسه...

امریکا پر ایران او روسیې تور پورې کړ چې سر له اوسه په ټاکنو کې مداخله کوي

تاند(پنج شنبه، د عقرب ۱) د امریکا په ټاکنو کې د ایران او روسیې د مداخلې ادعا شوې ده.

د امریکا د ملي امنیت مشر جان رتکلیف په یوه خبري غونډه کې ویلي دي چې ایران او روسیې سر له اوسه د امریکا په راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو کې د مداخلې هڅې پيل کړې دي.

د هغه په خبره دوی د رایو ورکوونکو اطلاعاتو ته لاسرسی پیدا کړی دی او ځینو رایې ورکوونکو ته یې ګواښوونکي ایمیلونه لېږلي دي.

امریکا دغه راز وایي چې ایران او روسیه غواړي د امریکا په ټاکنو کې لاسوهنه وکړي او دا به د امریکا له جدي غبرګون سره مخ شي.

تر دې وړاندې هم امریکا ویلي وو چې ښایي روسیه د امریکا په ولسمشریزو ټاکنو کې د سایبري بریدونو هڅه وکړي او دا به د ټاکنو پر پایلو اغېز ولري.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

انجنیر مومند او د موسیقۍ بې‌ ازاره هنر| ولي الله ملکزی

موسیقي د هیجان، عاطفې، مینې او کلیوال ژوند د ماښامونو او حسرتجنو شېبو غږیزه انځورګري ده. موسیقي یوه ناوېلې او بې‌ ژبې انګازه ده...