Homeخبرونهامریکا کې وسله وال برید کې درې کسه وژل شوي دي

امریکا کې وسله وال برید کې درې کسه وژل شوي دي

تاند(پنج شنبه، د عقرب ۱) امریکا کې په یوه وسله وال برید کې درې کسه وژل شوي او څو نور ټپیان دي.

د راپورونو له مخې پېښه د تکزاس ایالت په هیوسټن ښار کې شوې ده.

رسنۍ وایي چې تېره شپه ناوخته وسله وال یوه کلب ته ننوتل او پر خلکو یې ډزې وکړې.

په پېښه کې درې کسه وژل شوي دي او ګڼ نور ټپيان دي.

تر دې دمه معلومات نشته چې وسله وال څو کسه وو او ولې یې پر دغه کلب برید کړی دی.

پولیسو ویلي په دې اړه یې پلټنې پيل کړې دي. په دې وروستیو کې په امریکا کې وسله وال بریدونه ډېر شوي دي چې له امله یې خلکو ته درنې مرګ ژوبلې هم اوړي.

1 COMMENT

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

میتن (متهن) چکرورتي: د وړیا خوړو لپاره مې په محفلونو کې نڅا کوله

تاند (سې شنبه، د تلې/ میزان ۷ مه) د بالیووډ مشهور اداکار میتن چکرورتي د خپل هنري ژوند د لومړیو ورځو د ستونزو په...