شنبه, سپتمبر 21, 2024
Homeخبرونهامریکایي جنرال: که طالبان تاوتریخوالي ته ادامه ورکړي د سرتېرو ایستل به...

امریکایي جنرال: که طالبان تاوتریخوالي ته ادامه ورکړي د سرتېرو ایستل به ناممکن شي

تاند(پنج شنبه، د عقرب ۱) که طالبان تاوتریخوالي ته ادامه ورکړي ښایي امریکا د سرتېرو په کمولو کې له احتیاط کار واخلي.

پخواني امریکایي پوځي جنرال مارک کیمت ویلي طالبانو د دوحې د هوکړې پر خلاف په افغانستان کې جګړه چټکه کړې ده.

د هغه په وینا که وضعیت همداسې دوام کوي نو ښایي امریکا د سرتېرو د ایستلو پر پرېکړه له سره کتنه وکړي.

جنرال کيمت وایي که طالبان هڅه وکړي چې د جګړو له لارې موخو ته ورسېږي یا په افغانستان کې نوي پټنځایونه جوړ کړي نو دا کار به یې هرو مرو د امریکا له غبرګون سره مخ شي.

هغه زیاته کړې چې امریکا د افغان پوځ او افغان حکومت ملاتړ ته ادامه ورکوي او د سرتېرو ایستل په دې مانا نه دي چې دغه هېواد به یوازې پرېښودل کېږي.

هغه د ناټو د نورو غړو د سرتېرو په اړه هم ویلي چې دا د دوی خپل کار دی او پرېکړه یې د سپينې ماڼۍ په پرېکړه پورې اړه نه لري.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب